واشنګټن ?? 20مئی (اے پی پی)د پاکستان اټارنی جنرل اشتر اوصاف علی په مشرۍ كښې 4 كسيزه پلاوې به د واشنګټن دوره كوي چرته به چې پلاوې نړيوال بانك د کشن ګنګا ھائیډرو پراجېکټ په اړه خپ??و تحفظاتو څخه خبر كړي- پلاوې به د ګل څخه تر شورؤ ورځې د خپ??ې دورې په مهال د نړيوال بانك اعلی چارواكو سره ملاقات كوي چې په مهال به ئې د کشن ګنګا ھائیډرو پاور پراجېکټ په اړه د پاكستان د سختو تحفظاتو څخه خبروي د كوم چې د روانې اونۍ په مهال جوړېدو څخه ور??ست?? پرانسته شوې۔ امریکا كښې د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهدري پاكستاني سفارت كښې خبريالانو ته ووئيل چې پلاوې به د نړيوال بانك اعلی چارواكو سره خبرې كوي۔ پاکستان د اوبو ستونزوې حل كېدو نه غېر د كشن ګنګا پراجېكټ جوړول او ددې پرانسته د سندھ طاس لوظنامې سنګينه خلاف ورزي ګرځولې۔ د سندھ طاس دا لوظنامه نړيوال بانك په كال 1960ء كښې د پاكستان او هند ترمي??ځھ كړې وه كومه كښې چې د پاكستان او هند ترمي??ځھ د اوبو وېش شوې وو او د لوظنامې ترمخه هند پاكستان ته په تلونكو دريابونو كوم ډول ھائیډرو پراجېکټ جوړولې نه شي۔ پاكستاني سفي?? ددې پراجېكټ په اړه د پاكستان د سختو تحفظاتو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل نړيوال بانك بايد په دې معامله كښې مداخلت وكړي دغسې چې د پاكستان ټول تحفظات لرې كړې شي۔ هند په كال 2009 ء كښې د 330 میګاواټ په کشن ګنګا پراجېکټ كار پېل كړې وو۔ دې څخه ور??ست?? پاكستان دا مسئله نړيوال عدالت ته وړلې وه او نړيوال بانك ئې هم په دې اړه خبر كړې وو۔ ولې هند د لوظنامې خلاف ورزي كړې ځكه دا د نړيوال بانك ذمه واري ده چې هغه دې د ضمانتي په توګه خپ??ې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ په دې مهال اعزاز چوهدري فلسطيني اولس سره د يو والي څرګندونه كولو سره ووئيل پاكستان د 60 بې ګناه فلسطيني وګړو په شهادت د اسرائيل سخته غندنه كړې۔ ده ووئيل وزیراعظم شاھد خاقان عباسی اسلامي نړۍ سره د يووالي څرګندونه كولو له استنبول كښې د او آئي سي غونډه كښې ګډون وكړو۔ امريكا كښې د پاكستان سفير ووئيل د پاكستان حكومت ټولو سفارتخانو او هائي كمېشنز ته هدايت جاري كړې چې هغوي دې د بېت المقدس مسئلې په اړه اولس او قانون ساز غړي خبر كړي