پاك پوځ د خپلواكۍ حق له منصفانه هلو ځلو كښې د مقبوضه كشمير ميړني اولس سره ولاړ دے٬ هندي اقدامات او د بشري حقونو خلاف ورزي د نړيوال قوانين په ضد او د سيمې سلامتيا لپاره خطر دے۔ ډي جي آئي ايس پي آر

image

پېنډي 05 اګست (اے پي پي)د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)ډائرېكټر جنرل لېفټيننټ جنرال احمد شريف وئېلي دي پاك پوځ د خپلواكۍ حق له منصفانه هلو ځلو كښې د مقبوضه كشمير مېړيني اولس سره ولاړ دے٬ هندي اقدامات او د بشري حقونو خلاف ورزي د نړيوال قوانين په ضد او د سيمې سلامتيا لپاره خطر دے۔پاك پوځ د اولس لپاره سماجي او معاشي منصوبو كښې بشپړه برخه اخلي۔د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته خپله وينا كښې د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل په سيمه كښې امن او استحكام لپاره د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو او كشميريانو د هيلو له مخې حل كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل په ننۍ ورځ پاك پوځ د مقبوضه كشمير د شهيدانو قربانو ته پیرزوينې وړاندې كوي٬دې سره سره د ظلم او غېر قانوني تسلط په ضد د كشميريانو منصفانه هلو ځلو كښې د كشميريانو سياسي٬اخلاقي او د انساني همدردۍ په بنياد د پاكستان حكومت د موقف بشپړه حمايت پخلې كوي۔ ده ووئيل د كال 2024 وړومبو 7 مياشتو كښې د كاؤنټر ټيررزم عملياتو په مهال 139 افسران او ځوانان شهيدان شوي٬ټول قوم دغه مېړنو عسكرو او د هغوي كورنيو ته پېرزوينې وړاندې كوي٬دې څخه څرګنده شوې چې پاك پوځ٬قانون نافذ كونكې ادارې او د پاكستان استخباراتي څانګې امنيت باور كولو ته پام لرنه كوي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد زمونږ كامياب جنګ به تر آخري ترهه ګر ختمولو روان وي۔كاؤنټر ټيررزم او عمليات نه علاوه لكه څنګه چې وړاندې وئېلې شوي چې پاك پوځ په خاص توګه د اولس لپاره معاشي او سماجي منصوبو كښې برخه اخلي۔په دې كښې زيات فلاحي كارونه شامل دي۔پاك پوځ د خېبرپښتونخوا ضم شويو ضلعو او د بلوچستان ځپليو ضلعو ته خاص پام لرنه كوي٬د دې نه علاوه فلاحي منصوبې آزاد كشمير او د ګلګت بلتستان پشمول د هېواد په نورو سيمو كښې هم روانې دي۔ده ووئيل تر ټولو اول د تعليم د څانګې خبره كوم٬مونږ ته معلومه ده چې د هېواد په پرمختګ كښې تعليم بنيادي حېثيت لري٬د دې حقيقت ترمخه پاك پوځ د پاكستان په ټولو سيمو كښې تعليمي وسائل رسولو لپاره ګامونه پورته كوي او په دې لړ كښې بېلې تعليمي ادارې هم جوړی كړی شوې دي٬خېبرپښتونخوا او په خاص توګه نوې ضم شويو ضلعو كښې 94 سكولونه٬ 12 كېډېټ كالجونه٬ 10 ټېكنيكل او ووكېشنل انسټي ټيوټ جوړ شوي۔ده ووئيل په دې تعليمي ادارو كښې 80 زره ماشومان زده كړې ترلاسه كوي٬دوه منصوبې د كومو چې زه په خاص توګه ذكر كوم٬وړومبۍ منصوبه د سرلښكر يوته ايمپلائمينټ سكيم دے چې ترمخه يې په دغه ضلعو كښې د 1500 ځايي ماشومانو پشمول ملټري كالجونو كښې وړيا تعليم وركړې كېږي٬دوهمه منصوبه تعليم د ټولو لپاره د دې منصوبې ترمخه د خېبرپښتونخوا 7 لكه 46 زره 768 زده كونكي انرول كړې شوي چې پكښې د 94 څخه زيات زده كونكو تعلق نوې ضم شوې ضلعو سره دے۔ د دې منصوبې ترمخه د تعليم سره سره ځوانان د ټولنې كامياب وګړي جوړولو لپاره ډيجيټل او ټيكنيكل سكلز هم ښودلې كېږي دغسې د بلوچستان 60 زره زده كونكو له 160 سكولونه او كالجونه٬پوهنتونونه او درې ټېكنيكل انسټيټيوشن جوړ شوي دي۔ دا د وفاق او صوبائي حكومت په مرسته جوړ شوي٬د بلوچستان زده كونكو لپاره يو سكالرشپ پیل شوې چې پكښې هغوي له د پاكستان آرمي د اړخه تعليم سره سره ټول وسائل او خرڅونه هم وركړې كېږي۔تراوسه د دې پروګرام ترمخه 8 زره څخه زيات د بلوچستان زده كونكي مستفيد شوي۔ده ووئيل د دې نه ځانله بلوچستان كښې اېف سي او د پاك پوځ د اړخه په بېلو سيمو كښې ماشومانو له د تعليم ښه آسانيو وركولو لپاره 92 سكولونه چلولې كېږي چې پكښې 19 زره زده كونكي تعليم ترلاسه كوي۔د پاك پوځ په مرسته د بلوچستان 253 زده كونكو له د متحده عرب امارت په پوهنتونونو كښې تعليم هم وركړې كېږي۔ده ووئيل خېبرپښتونخوا او بلوچستان سره سره ګلګت بلتستان او آزاد كشمير كښې هم د پاك پوځ د اړخه 171 سكولونه او دوه كېډېټ كالجونه جوړ شوي چې پكښې 50 زره څخه زيات زده كونكي زده كړې ترلاسه كوي دغسې د سندھ لرې پرتو سيمو كښې هم ووكېشنل ټريننګ سنټرې او 100 څخه زيات سركاري سكولونو اپ ګرېډ كړې شوې دي۔د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل د صحت څانګې ته كه ووكتلې شي نو پاك پوځ د پاكستان په ټولو سيمو كښې د صحت بنيادي آسانيو باوري كولو لپاره ګڼ شمېر اقدامات كړې دي۔د پاكستان په بېلو ضلعو كښې د پاك پوځ د اړخه مېډيكل كيمپس كښې 1 لك 15 زره رنځورانو له وړيا درملنه وركړی شوې٬زياتره مېډيكل كيمپس خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې لګولې شوي چرته چې ګڼ شمېر رنځورانو له وړيا طبي آسانۍ وركړې شوي٬دغسې په بلوچستان كښې په 2024 كښې 87 مېډيكل كيمپس لګولې شوي په ټول هېواد كښې د پوليو رنځ خاتمې لپاره د پاك پوځ د اړخه د پاكستان حكومت پوليو كمپائن لپاره محفوظ چاپېرچل باوري كولو له 66 زر ه څخه زيات امنيتي اهلكار پوليو ډلو سره تعينات كړې شوي ۔ لېفټيننټ جنرال احمد شريف ووئيل د انفراسټركچر په لړ كښې پاك پوځ لويې اقدامات كړي۔په خېبرپښتونخوا كښې د انفراسټركچر بحالۍ لپاره 3293 منصوبې بشپړ شوي٬ده ووئيل د دې نه ځانله په نوې ضم شويو ضلعو كښې هم په ډېرو منصوبو كار روان دے۔دې منصوبو سره نه يوزې ځايې وګړو ته روزګار ترلاسه كېږي بلكې د دې يوه لويه برخه په اولسي ښېګړو هم خرڅ كېږي۔ده ووئيل كه په بلوچستان كښې د انفراسټركچر بحالۍ خبره وكړې شي نو د تعليم٬صحت او د پاكو اوبو وركولو ته پاك پوځ خاص پام لرنه كوي۔په دې لړ كښې 912 منصوبې بشپړ كړی شوي دي۔د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل په بلوچستان كښې د پاك پوځ په مرسته د سړكونو او پولونو منصوبې بشپړ كړې شوي دي٬د سرلښكر د اړخه د ګوادر اولس لپاره د تعليم٬صحت اوبو او روزګار وركولو لپاره په 104 منصوبو كار روان دے او په ځينې كار بشپړ شوې دې۔ده ووئيل په پنجګور كښې د متحده عرب امارات په مرسته ډېټس پروسيسنګ پلانټ جوړ شوې دې سره ځايې وګړو ته روزګار ترلاسه كېږي۔دې سره سره دلته په خصوصي توګه به د چمن پاسټر پلان ذكر هم كوم چې ترمخه يې په 94 اېكړه زمكه بېل تعميراتي منصوبې پېل شوي چې مقصد يې د چمن اولس له متبادل روزګار وركول دي۔د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل د پاك پوځ ګرين اينيشيټو په لړ كښې د حكومت پاكستان د اړخه راكړی شوې مېنډېټ له مخې بشپړه كردار ترسره كوو۔ده ووئيل د دې منصوبې ترمخه 8 لكه بنجر زمكه د كروندې جوګه شوې۔په دې كښې په يو لك اېكړه زمكه كرونده پیل كړی شوې۔ده ووئيل د لائيو سټاك پرمختګ لپاره د هېواد په 24 ضلعو كښې پروګرام پېل كړې شوې٬ 16 ايګريكلچر ريسرچ سنټرې جوړېږي٬دې سره به نه يوازې روزګار ترلاسه شي بلكې دا د پورټ سيكورټي او زرمبادلې پلو هم يو مهم اقدام دے۔د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل د سرلښكر په سپارښتنه د هېواد د نوې نسل ښېګړی باوري كولو او هغوي له د روزګار موقعو وركولو لپاره د انفارمېشن ټېكنالوجي حب جوړول يوه مهمه منصوبه ده په دې لړ كښې د كوئټې پیښور٬ملتان او اسلام آباد درې زره څخه زيات ځوانان رجسټرډ كړې شوي۔د هېواد په نورو سيمو كښې هم دا منصوبې پېل كېږي۔د پاك پوځ د قامي اهميت په بېلو منصوبو كومې چې د هېواد په معيشت كښې مهم كردار ترسره كوي هغوي له امنيت هم وركړی كېږي٬د پاك پوځ او د سول آرمډ فورسز ګڼ شمېر اهلكار په هېواد كښې د مهمو منصوبو په امنيت تعينات دي٬د دې نه علاوه د سي پېك په منصوبو هم اهلكار تعينات دي۔ده ووئيل پاك پوح د ټيكس په لړ كښې هم 23 اربه روپۍ جمع كوي٬ 23-2022 كښې د ټيكس او ډيوټيز په لړ كښې 100 اربه روپۍ جمع شوې دغسې پاك پوځ او نورو ادارو په مجموعي توګه په دې مهال 360 ارب روپۍ قامي خزانه كښې د ټيكس او ډيوټي په لړ كښې جمع كړي۔ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په يو اوږد جنګ كښې بوخت دې۔ افسرانو او ځوانانو لويې قربانۍ وركړي٬په دې لړكښې د شهيدانو كورنيو او په عمليات كښې ژوبل شويو غازيانو لپاره پېكجز بېل كړی شوي۔دا مهال پاك پوځ د دوه لكه 40 زره كسانو خيال ساتي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاك پوځ قامي پوځ دے٬په دې كښې افسران او ځوانان د هېواد د ټولو برخو٬مذهبونو او مسلكونو څخه راځي۔پاك پوځ افسران او ځوانان د هېواد اشرافيه نه دي دا د بېلو طبقو يوه ګلدسته ده او د ميرټ په بنياد د جوړ شوي سسټم ترمخه كار كوي ځكه هر افسر او ځوان پاكستان ته پام لرنه كوي او د هېواد لپاره تر خپل ځان قرباني كولو چمتو دي۔

مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں