د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه٬په هېواد كښې د پوليو په زياتو شوو كيسونو د اندیښنې څرګندونه ٬ رپورټ وغوښتلے شو ٬د كورني تشدد مخ نيوي بل لیجسلیټو کیسز لپاره كابينې كمېټۍ ته د لېږلو منظوري

image

اسلام آباد 22 اکتوبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف په هېواد كښې د پوليو په زياتو شوو كيسونو د اندیښنې څرګندونه كولو سره د پوليو مخ نيوي په اړه په بېړني بنيادونو جامع حكمت عملۍ مرتب كولو او تفصيلي رپورټ غوښتے دے ٬ وفاقي كابينې د كورنيو تشدد مخ نيوي بل لیجسلیټو کیسز لپاره د كابينې كمېټۍ ته د لېږلو منظوري وركړې ده ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وفاقي كابينې غړو ته وزيراعظم د 26م آئيني بدلون په اړه د سياسي ګوندونو او د دوي د لارښودو مننه كولو سره ووئېل عدالتي اصلاحات او عدل نظام ښه والي په اړه دا بدلون ضرورې ؤ ٬دا بل د 2006 ميثاق جمهوريت تكميل دے۔وزيراعظم د شنګهائي مرستې تنظيم كونسل آف هيډز آف ګورنمنټ غونډې په كاميابۍ كولو مننه كولو سره د اړوندو ادارو كاركردګي وستائېله۔ده په هېواد كښې د پوليو په زياتو شوو كيسونو د تشويش څرګندونه هم وكړه او په دې اړه يې رپورټ وغوښتو ۔ده د پوليو مخ نيوي په اړه په هنګامي بنيادونو جامع حكمت عملۍ ترتيب كولو او د پوليو مخ نيوي په اړه غونډه هم راوبلله ۔د غونډې په مهال وفاقي كابينې د بشري حقونو وزارت په وړاندېز د كورنې تشدد مخ نيوي بل ډوميسټك وائلينس(پريوينشن اينډ پروټيكشن) بل 2024 لیجسلیټو کیسز لپاره د كابينې كمېټۍ ته د لېږلو منظوري وركړه ٬د بل اطلاق به په اسلام آباد كيپټل ټيريټري كېږي۔كابينه خبر كړی شوه چې دا بل د كورنې تشدد مخ نيوي لپاره انسټي ټيوشنل فريم ورك وركوي۔كابينې ته ووئېل شول د كورنې تشدد مخ نيوي په اړه قانون سازۍ سره به نه يوازې د كورنې تشدد مخ نيوي له مرسته ترلاسه شي بلكې د كورني تشدد ښكار شوو ته به رېليف هم وركړے شي او د كورنې تشدد مرتكب كېدونكې ته سخته سزا وركولو له هم مرسته باوري شي۔وفاقي كابينې د تعليم او فني تربيت وزارت په سفارش د نېشنل ووكېشنل اينډ ټيكنيكل ټريننګ كمېشن بورډ آف منيجمنټ كښې د لېفټيننټ جنرل(ر)معظم اعجاز٬انجينئر فهيم اقبال او د عاصم شهريار حسېن د پرائيوټ غړو په توګه د تعيناتۍ منظوري هم وركړه ۔كابينې د قانون او انصاف وزارت په وړاندېز كليمز فارمينټي نينس(ريكوري ايبراډ)آرډيننس 1959 له مخې د قانون او انصاف وفاقي وزارت ته درخواستونو وصولولو په اړه د ټرانسمټنګ اينډ ريسيونګ ايجنسۍ مقرر كولو هم منظوري وركړه ۔د غونډې په مهال كابينې ته ووئېل شول د پاكستان حكومت په كال 1959 كښې كنونشن آن دي ريكوري ايبراډ 1956 كښې شموليت اختيار كړے ؤ او په دې اړه کلیمز فار مینټی نینس(ريكوري ايبراډ)آرډيننس 1959 جاري كړے شوے و۔كابينې د قامي روغتيا وزارت په وړاندېز د نېشنل كونسل فارطب ایګزامننګ باډي چيئرپرسن او د غړو د تقررۍ هم منظوري وركړی شوه ۔ډاكټر شافيه ارشد د نېشنل كونسل فارطب ایګزامننګ باډۍ چيئرپرسن مقرر كړې شوه او د باډۍ غړو كښې ډاکټر رضوان آصف، محمد خورشید عالم ، اکرام اللہ ، معین الدین اور ډاكټر عطاء اللہ شامل دي۔دغسې وفاقي كابينې د قومي روغتيا وزارت په سفارش د فارميسي كونسل آف پاكستان تنظيم نو هم منظوري وركړه ۔

مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں