په هيواد كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ ودې ته تر ټولو زياته پاملرنه كولې شي٬ معيشت ښه كيدو پلو روان دے٬ د صنعت او پيداوار وفاقي وزير تنوير حسين

image

اسلام آباد۔6نومبر(اے پی پی) د صنعت او پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي په هيواد كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ ودې ته تر ټولو زياته پاملرنه كولې شي٬ معيشت ښه كېدو پلو روان دے٬ حكومت به نجي څانګې ته ټولې آسانۍ وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د نېسلے پاكستان لخوا راجوړې كړې دستوره كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاك پروردګار په فضل او بيا د حكومتي هڅو په نتيجه كښې د هېواد معيشت ښه پلو روان شوے ، حكومت به نجي څانګې ته ټولې آسانۍ وركوي۔ رانا تنویر حسېن د نېسلے پاكستان د زړه پورې برآمدي كاميابو ستائنه كولو سره د كمپنۍ كاميابي د هېواد نجي څانګه كښې د لچك ثبوت وګرځولو۔ ده ووئيل نېسلے په كاميابۍ سره 26 هېوادونو ته خپل برآمدات زيات كړي چې ورسره د هېواد په فارن ریزروز كښې ښكاره اضافه او د معيشت بحالۍ له د حكومت په روانو منصوبو كښې مرسته ترلاسه شوې ۔ وفاقی وزیر د نېسلے كاميابي نورو كاروبارونو لپاره د يو ماډل په توګه وړاندې كړه۔ رانا تنویر د نېسلے سی ای او او ډلې له په قامي معيشت كښې د هغوي په مرسته كولو مباركي وركړه او د دې باور څرګندونه يۍ وكړه چې کمپنی به تر كال 2030 خپل د 100 ملین ډالر هدف سر كړي۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں