د پاكستان او قطر ترمېنځه د اقتصادي او سوداګريزو اړيكو زياتولو ګنجائش موجود دے٬ سيد يوسف رضا ګيلاني

image

اسلام آباد۔7نومبر(اے پی پی)لنډ مهاله صدر سید یوسف رضا ګیلاني قطر سره د شريكې ګټې په څانګو كښې دوه اړخیزه اړیکو ته د نورې پراختیا وركولو په اهمیت زور راوړلو سره وئيلي دي د دواړو وروڼرو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د زیاتېدو ګنجائش موجود دے ٬ په پاکستان کښې د سرمايه كارۍ فرصتونه شته ، قطري کمپنۍ باید په پاکستان كښې سرمايه كارۍ لپاره په زړه پورې چاپېريال څخه ګټه پورته كړي۔ د ایوان صدر پرېس ونګ له مخې لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د قطر سفير علي مبارك علي عيسی الخاطر سره خبرې كولې چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ لنډ مهاله صدر سید یوسف رضا ګیلاني د فيفا نړيوال كپ 2022 كاميابۍ سره په ترسره كولو د قطر ستائنه وكړه۔ ده د پاكستانو وطن یرېښودونكو په كوربتوب كولو د قطر حكومت مننه هم وكړه۔ د لنډ مهاله صدر وېنا وه چې په قطر كښی مېشته پاکستانیان د دواړو هیوادونو ترمنځ د كلتوري اړیکو پیاوړي کولو لپاره د یو مضبوط پل كردار ترسره كوي۔ د قطر سفیر پاکستان د يو کاروبار دوست هېواد په توګه ستائېلو سره ووئيل د قطر د سرمايه كارۍ وزير به ډېر زر د خپل پلاوي سره د پاکستان دوره وكړي٬ پلاوې به په بېلو برخو کښې د سرمايه كارۍ د امکاناتو جاج واخلي۔ هیله ده چې د وزیراعظم شهباز شریف د قطر وروستۍ دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د سرمايه كارۍ اړيكې لا ژورې شي

مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں