اسلام آباد12 نومبر(اے پی پی)اسلام آباد او پینډۍ كښې زيات شوي سموګ او فضائي آلودګۍ مخ نيوي لپاره د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې مهمه غونډه وشوه۔په غونډه كښې د نړيوال بانك٬پنجاب پلاننګ اينډ ډوېلپمنټ ډيپارټمنټ٬ د نېشنل ډيزاسټر رسك منيجمنټ فنډ٬د ماحوليات وزارت ډي جي٬د اېف آئي اے ډي كنټري ډائرېكټر٬د پلاننګ ماحوليات غړو٬ د ماحولياتي تحفظ ايجنسۍ٬سول سوسائټۍ٬اين ډي ايم اے او د ټولو صوبو پاكستان انوائرمينټل پروټيكشن ايجنسۍ استازو او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔احسن اقبال د سموګ اسباب او دې څخه په راپیدا شوي صورحال د تشويش څرګندونه كولو سره ووئېل دا زمونږ د طرز عمل نتيجه ده كوم چې اوس د يو ايمرجنسي په توګه ګڼرل ضروري دي۔ده ووئيل كه چرې مونږ خپلې رويې بدلې نه كړی نو د سموګ او فضائي آلودګۍ به په روغتيا او معيشت سنګين اثرات مرتب شي۔د دې څخه به نه يوازې د اولس صحت متاثر شي بلكې د جي ډي پي په شرح كښې هم د كمي اندېښنه ده۔وفاقي وزير ووئيل د دې چېلنج مخ نيوي لپاره په قامي كچه په يووالي د كار كولو ضرورت دے ۔حكومت كے فائيو-اي پلان كښې ماحوليات ته خاص اهميت وركړے چې له مخې بېل اقدامات كېږي۔احسن اقبال ووئيل زمونږ سره د علم كمے نه بلكې اصل مسئله د عملدرآمد د نشتوالې ده ۔د دې مسئلې حل كولو لپاره به ټولو اړوندو ادارو له شريك اقدامات كول وي۔ده ووئيل د سموګ په بنيادي اسباب كښې د ګاډو لوږے٬د خزلو سوځول او د ښارونو خپرېدل شامل دي ۔سموګ په روغتيا او د ژوند په معمولات منفي اثرات مرتب كړي۔ په دې صورتحال كښې د اولسي خبرتيا كمپائن چلولو ضرورت دے دغسې چې هر وګړې خپل ماحول او طرز عمل ته پام وكړي۔د غونډې په مهال وفاقي او صوبائي ادارو٬اكيډمۍ او نورو اړوندو سټيك هولډرز ترمينځه د كوټلې تګلارې په ضرورت زور راوړ و۔وفاقي وزير ووئيل د ګلګت بلتستان پشان پاكه سيمه هم اوس د فضائي آلودګۍ ښكار كېږي٬كه چرې په ماحولياتي آلودګۍ قابو ونه موندلے شو نو د دې به سنګينې نتيجې زغمل وي۔احسن اقبال ټولو ادارو ته خواست وكړو چې هغوي د مسئلو حل لپاره په ګډه كار وكړي او په اولسي كچه د ماحوليات حفاظت پیغام ته وده وركړي دغسې چې يو صحت مند او پاك سباؤن باوري كړے شي۔