صدر آصف علي زرداري د پاكستان بلائنډ كركټ ډلې ته په څلورم بلائنډ ټي 20 ورلډ كپ ګټلو مباركي وركړه

image

اسلام آباد 03 دسمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان بلائنډ كركټ ډلې ته په څلورم بلائنډ ټي 20 ورلډ كپ ګټلو مباركي وركولو سره وئيلي دي معذوره كسان هم د لوبو په سيالو كښې څرګند كردار ادا كولې شي۔د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د ټي 20 بلائنډ كركټ ورلډ كپ فائنل كښې بنګله دېش ته په 10 وكټو د ماتې وركولو سره د ډلې ستائېنه كړې ۔ده ووئيل د پاكستان بلائنډ كركټ ډلې فائنل كښې د ښې كاركردګۍ څرګندونه كړې۔صدر مملكت ووئيل د خاص كسانو نړيوالې ورځ په موقع بلائنډ كركټ ورلډ كپ په ګټلو د پاكستان بلائنډ كركټ ډلې له مباركي وركړه۔صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل خاص لوبغاړو د بلائنډ ټي 20 ورلډ كپ په ګټلو د پاكستان نامه روښانه كړې۔صدر مملكت ووئيل د لوبو پشمول د ژوند په ټولو څانګو كښې د خاص كسانو شموليت به زياتول وي٬خاص كسانو ته مخ په وړاندې د تللو او د پرمختګ موقعو وركولو ضرورت دے۔صدر مملكت د پاكستان بلائنډ كركټ كونسل ته په كامياب ټورنامنټ كولو هم مباركي وركولو سره د پاكستان بلائنډ كركټ ډلې سباؤن لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں