اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د قام يو په حيث اتحاد زمونږ لويې طاقت دے، وخت راغلے چې مونږ د تيروخت د تېروتنو څخه زدكړه كولو سره د خپل نصب العين ټاكنه وكړو۔د شورو په ورځ د سېنېټ سيکرټريټ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د نوي كال د پېل په موقع د قام په نامه خپل پيغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل نوې كال عمر له د نوو اميدونو، عزائمو او مقاصدو سره وي،دا وخت دے چې مونږ د تير وخت د غلطو څخه زدكړه وكړو، خپل نصب العين اوپيژنو او د خپل قام د پرمختګ او سوكالۍ لپاره هلي ځلي وكړو۔ده ووئيل د پاکستان عظيم قام عمر له د ستونزو په مړانه مقابله كړي،نن هم مونږ داسې يو نوي كال ته داخلېږو كوم چې زمونږ څخه د عزم، حوصلې او اتحاد تقاضا لري، مونږ له به خپلي ذاتي او اجتماعي ذمه وارۍ پوره كول وي دغسې چې زمونږ هېواد د امن، پرمختګ او سوكالۍ پلو روان شي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل نوې كال مونږ ته يادكېرنه كوي چې د يو قام په حيث سره زمونږ اتحاد تر ټولو لويې طاقت دے،راځئ چې خپلو كښې اختلافات هير او يوه داسې ټولنه جوړه كړو چرته چې هر يو كس ته برابري، انصاف او احترام سره د ژوند كولو حق ترلاسه وي۔سيد يوسف رضاګيلاني دعا وكړه چې نوې كال دې زمونږ لپاره د پرمختګ او سوكالۍ او امن کال ثابت شي۔