هېواد د ډيفالټ كيدو څخه استحكام پلو راغلې او اوس د استحكام څخه د پرمختګ پلو روان دے،معاشي اصلاحات ايجنډا كښې به اولس ته زيرې ترلاسه شي۔د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاءالله تارړ خصوصي خبري

image

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات،خپرونو ، قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاءالله تارړ وئيلي دي چې اړان پاكستان ۔ هوم ګرون نېشنل اكنامك پلان ميډ ان پاكستان د معاشي اصلاحاتو ايجنډا ده، هېواد د ډيفالټ كيدو څخه استحكام پلو راغلې او اوس د استحكام څخه د پرمختګ پلو روان دے،معاشي اصلاحات ايجنډا كښې به اولس ته زيرې ترلاسه شي۔د نهې په ورځ اړان پاكستان ۔ هوم ګرون نېشنل اكنامك پلان 29-2024ء په اړه خصوصي خبرو كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم شهباز شريف نن د هوم ګرون اكنامك ايجنډے اعلان كوي، دا د ميډ ان پاكستان معاشي اصلاحاتو ايجنډا ده د كوم له مخې به چې د معاشي پرمختګ مزل ترسره شي او د پاكستان اولس ته به زيري ترلاسه شي۔ده ووئيل هېواد د ډيفالټ كيدو څخه استحكام پلو راغلې او اوس د استحكام څخه د پرمختګ پلو روان دے، الحمد الله د پاكستان ټولي معاشي اشاريے ښه كېږي۔ ده ووئيل هوم ګرون د معاشي اصلاحاتو ايجنډې مهم اقدام دے كوم چې د پاكستان او د پاكستان د اولس پرمختګ لپاره دے۔

مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں