خارجه وزارت په ګجرات او كوئټه كښې به هم د كوريئر كمپنيو د لارې پوسټل تصديقي خدمات وركوي

image

اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) اسلام آباد، لاهور، كراچۍ او پېښور نه پس اوس خارجه وزارت ګجرات او كوئټه كښې هم د كوريئر كمپنيو د لارې د پوسټل تصديقي خذمات وركولو پريكړه كړې۔د خارجه دفتر وياندي د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چې دغه ښارونو كښې به سروس د ګل په ورځ په په 19 اګست 2024 پيل كېږي۔د دې اقدام د يوې برخې په توګه نامزد كوريئر كمپنۍ به د خواست كونكو څخه دستاويزات جمع كوي،دې نه پس به د خارجه وزارت څخه تصديق كولې شي۔ ګجرات كښې د پوسټل تصديق لپاره دستاويزات جمع كولو مجاز كوريئر كمپنيو كښې ټي سي اېس ، اېم اينډ پي ، ليپرډ او اي سي اېس شامل دي۔دغسې كوئټه كښې ټي سي اېس، ګيريز، اېم اينډ پي، ليپرډ او اي سي اېس دستاويزات جمع كوي۔

مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں