اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) بلوچستان څخه د پاکستان پيپلز پارټي د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال خان رئيساني په صوبه كښې د ترهګرۍ په اوسنيو پېښو د تشويش څرګندونه كولو سره وئيلي دي وخت راغلے چې د ترهګرو په ضد كوټلې او حتمي اقدامات وكړې شي دغسې چې هېواد كښې امن او امان باوري شي۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې ده په بلوچستان كښې د ترهګرۍ د پېښو غندنه كولو سره ووئيل د صوبې اولس د هېواد سلامتيا او په صوبه كښې امن لپاره بلها قربانۍ وركړي۔ ده ووئيل د موسيٰ خيل او په بولان كښې رامخې ته د ترهګرۍ پېښو ټول قام دړدولے كومو كښې چې 29 بې ګناه وګړي په بې دړدۍ سره شهيدان كړې شوي۔ ده ووئيل ترهګر دين٬ قام يا د يوې ژبې سره هېڅ تعلق نه لري۔