کراچۍ۔ 26 اګست (اے پی پی) د سندھ وزيراعلی سيد مراد علي شاه په موسی خېل كښې د بې ګناه وګړو د وژنې پېښه غندلو سره وئيلي دي د بې ګناه وګړو ګاډو څخه كوزول او وژل يو بزدلانه عمل دے۔ په جاري شوي بيان كښې ووئيل شول د بې ګناه خلقو وژل هېڅ جواز نه لري۔ وزيراعلی د وژلے شوو وګړو غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا له دعا وكړه۔ ده ووئيل د ضرورت په صورت د سندھ حكومت ژوبل شوو لپاره غوره طبي آسانۍ برابرولو ته چمتو دے