وزيراعظم عمران خان سره نامتو صنعت كارو او كاروباري شخصياتو وليدل

image
APP64-03 ISLAMABAD: September 03 - Prime Minister Imran Khan meeting with prominent Industrialists and Investors at PM Office. APP

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سره نامتو صنعت كارو او كاروباري شخصياتو د نهې پھ ورځ ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې ميا محمد منشا٬بشير علي محمد٬علي حبيب٬شاهد حسېن٬خليل ستار٬ثاقب شيرازي٬شاه عبدالله٬طارق سهګل٬عارف حبيب٬مصدق ذوالقرنين او سكندر مصطفٰی شامل وو۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار٬د بحري چارو وفاقي وزير علي حېدر زيدي٬د خزانې وفاقي وزير ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د اصلاحات اداره جارتي صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن او د اېف بي آر چيئرمېن سيد شبر زيدي هم موجود وو۔وزيراعظم عمران خان صنعت كارو او كاروباري شخصياتو ته بلنه وركړه چې هغوي دې د معيشت ښه والي په اړه خپل تجويزونه وړاندې كړي۔ده ووئيل چې حكومت بشپړه هڅه كوي چې د كاروباري هلو ځلو لپاره هر ډول آسانۍ وركړی شي چې تر څو په كاروبار كښې آسانۍ پیدا نه كړی شي تر هغه وخت معيشت پايه نه شي چلېدې۔ده ووئيل چې زموڼږ وړومبې ترجيح د روزګار موقعې پېدا كول دي كوم سره چې غربت كښې كمې راځي۔وزيراعظم ووئيل چې كاروباري ورورولي لخوا وړاندې كړی شويو تجويزونو په رڼا كښې پالېسي سازۍ او منصوبه بندي عمل په موثره توګه زياتوالې شي۔حكومت به د معشيت په ټولو څانګو كښې مشاورتي عمل به روان ساتي او كاروباري طبقې سره د ملاقاتونو لړۍ به باقاعدګۍ سره روان ساتلې شي۔كاروباري شخصياتو د حكومت په معاشي پالېسو د بشپړه باور څرګندونه وكړه او د معيشت ښه والي لپاره يې د حكومت معاشي ډلې هڅې وستائېلې۔د ملاقات په مهال د معيشت ښه والي لپاره پھ بېلو تجويزونو تفصيلي خبرې اترې وشوې۔وزيراعظم اړوند وزيرانو او صلاحكارانو ته هدايت وكړو چې د دې ټولو تجويزونو دې په غور جاج واخلي او كاروباري ټولنې سره دې د مشورې لړۍ روانه وساتي

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں