اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت د قبائيلي ضلعو اولس ته د څښكلو پاكې اوبه رسولو لپاره يو ارب روپې خرڅ كوي۔ د صوبائي حكومت وياند راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ووئيل چې د واټر سپلائي سكيم پرانسته د خېبر ضلعې د شلمان سيمې نه كولې شي۔ دې مقصد لپاره به د دريائے كابل اوبه كارولې شي٬ په ټولو قبائيلي ضلعو كښې به ټيوب وېلونه په شمسي توان منتقل كولې شي چې دغسې قبائيلي اولس لپاره د څښكلو د پاكو اوبو بندوبست وشي۔ دې سره به د توان سره سره د اقتصادي وسيلو بچت هم وشي۔