نړيوالې ورورولۍ له د هند فاشسټ حکومت لخوا د كشميري اولس د ستونزو لرې كولو لپاره خپل كردار لوبول پكار دې

image
APP35-07 ISLAMABAD: November 07 - President Dr. Arif Alvi in a meeting with Chairman European Union Military Committee, General Claudio Graziano, who along with a delegation called on him at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلې دي د هند لخوا د مقبوضه جمو و كشمير متنازعه حېثيت بدلولو لپاره غېر قانوني ٬ يو اړخيزه اقدامات او د وګړو آزدي معطل كول د بشري حقونو خلاف ورزي ده٬ نړيوالې ورورولۍ له د هند د فاشسټ حکومت لخوا د كشميري اولس د ستونزو خاتمې لپاره خپل كردار لوبول پكار دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د اروپائي ائتلاف د ملټري كمېټۍ چيئرمېن جنرال کلاډيو ګرازيانو سره خپلو خبرو كښې كړې چا چې په ايوان صدر كښې دوي سره ملاقات كولو۔ اولس مشر ووئيل نړيوله ورورولۍ له د هند د فاشسټ حکومت لخوا د كشميري اولس د ستونزو خاتمې لپاره خپل كردار لوبول پكار دي او په اقتصادي مفاداتو اخلاقي اصول قربانول پكار نه دي ۔ د اروپائي ائتلاف د ملټري كمېټۍ چيِئرمېن ووئيل اروپائي ائتلاف د كشميري اولس د بشري حقونو بشپړ ملاتړ كوي۔ اولس مشر ووئيل په مقبوضه کشمير كښې د هندي بربريت او انتها پسنده پاليسو په نتيجه كښې به خلق خپل كورونه پرېږدي ٬ دا يوه داسې مسئله ده چې لكه څنګه چې د مېنځني ختيز د كړكېچونو سيمو څخه د كډوالو منتقلۍ سره اروپائي ائتلاف هم دې ډول مسئلې سره مخ ٶ٬ ځكه مقبوضه کشمير څخه په زبردستۍ د خلقو شړلو غوندې صورتحال نه بچ كېدو لپاره ټولې هلې ځلې كول پكار دي۔ ده ووئيل پاكستان د خپل معيشت بهترۍ لپاره جي اېس پي پلس سكيم يوه تعميري رابطه ګڼي۔ جنرال کلاډيو ګرازيانو د دورې په هركلي كولو اولس مشر ووئيل دې سره به د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه سباٶن كښې دفاعي مرستې ته وده وركولو له مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل پاکستان نوي اروپائي پارلمان او اروپائي كېمسون سره په ګډه كار كول غواړي۔ ده د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه د جمهوريت مشترکه اقدارو، د شريكې روغې جوړې او احترام په بيان د مرستې ذكر كولو سره ووئيل پاكستان شريكو مقاصدو ته وده وركولو لپاره عزم لري۔ اولس مشر د انتها خوښۍ خاتمې او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د بې مثاله ځانې٬ مالي او معاشي قربانيو هم ذكر وكړو

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں