خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره د اېران سفير مهدي هنر دوست الوداعي ملاقات وكړو

image

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره په پاكستان كښې د اېران سفير مهدي هنر دوست الوداعي ملاقات وكړو۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي د پاكستان او اېران اړيكو بهترې لپاره د اېراني سفير خدمات وستائيل۔ اېراني سفير مهدي هنر دوست هم په منطقه كښې امن او د پاكستان او اېران د دوه اړخيزه اړيكو استحكام لپاره د پاكستان هڅې وستائيلې۔ د اېران سفير ووئيل چې په پاكستان كښې تېر كړے وخت به ئې يادګار وي۔ ده په بشپړه مرسته كولو د خارجه وزير شاه محمود قريشي مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں