د خارجه وزير شاه محمود قريشي د خوراك نړيوال پروګرام خاص سلاكارې او د اردن شاهزادګۍ ساره زېد سره په ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې حكومت د خوراك كمي مخ نيوي او مور او ماشوم صحت لپاره ضروري اقدامات كوي. ده دا خبرې د مور او ماشوم د خوراك په اړه د خوراك نړيوال پروګرام خاص سلاكارې او د اردن شاهزادګۍ ساره زېد سره په ملاقات كښې وكړې كومې چې په خارجه وزارت كښې ده سره ملاقات وكړو. د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير شاه محمود قريشي خارجه وزارت ته په راتګ د درنې مېلمنې هركلې وكړو. د ملاقات په مهال په هېواد كښې د بې وسه او كمزور طبقو د خوراك او اوبو تحفظ په چارو خبرې وشوې. خارجه وزير ووئيل چې حكومت د خوراك كمي مخ نيوي او مور او ماشوم صحت لپاره ضروري اقدامات كوي، وزيراعظم عمران خان قوم ته په خپله وړومبې وېنا كښې د دې مسئلو حل لپاره د عزم څرګندونه كړې وه. خارجه وزير شاهزادګۍ د مېرمنو خپلواكۍ او د غربت خاتمې لپاره د احساس پروګرام او په دې لړ كښې د شويو اقداماتو نه خبره كړه. په دې موقع د اردن شاهزادګۍ او سلاكارې د پاكستاني حكومت هڅې او اقدامات وستائل. هغې د وزيراعظم لخوا د غربت خاتمې لپاره د پېل كړې شوي احساس پروګرام ستائنه هم وكړه.

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں