د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د قائد ورځې په موقع پېغام

image

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح په سيرت او دوراندېشې سره د نيمې وچې نقشه بدلولو سره مونږ ته يو آزاد وطن راكړې٬نن به مونږ ته د سباؤن پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د هغه فرمان اتحاد٬ايمان او تنظيم د بنيادي اصولو په توګه خپرول وي۔ده دا خبرې د قائد ورځې په موقع په خپل پیغام كښې وكړې۔اولس مشر ووئيل چې نننۍ ورځ زمونږ د وطن په تاريخ كښې يو خاص اهميت لري٬دا ورځ د هغه عظيم قائد د زېږون ورځ ده كوم چې د نيمې وچې نقشه بدله كړه او مونږ ته يې د پاكستان په نوم يو آزاد وطن راكړو۔ده ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح د يو وژن لرونكې شخصيت مالك وو كوم چې د نيمې وچې مسلمانانو ته يوه جلا پیژندګلي وركړه٬د دوي د ضرورياتو او د سياسي اړخ ټاكنه وكړه٬په هند او مقبوضه كشمير كښې اوسنې صورتحال په نظر كښې ساتلو سره د بابائے قوم د بصيرت او دروندېشې مشاهده نن هم كېدې شي۔اولس مشر ووئيل چې مونږ نن د بابائے قوم د تصور له مخې د پرمختګ او خوشحالۍ په لار روان يو٬نن لويې قائد ته د عقيدت پیرزوينې وړاندې كولو لپاره بايد يو موټې شو او د ده تعليمات عملي كړو۔اولس مشر ووئيل چې بايد مونږ اتحاد٬ايمان او تنظيم د خپل سباؤن پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د بنيادي اصولو په توګه اختيار كړو۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں