اسلام آباد 16ستمبر(اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټي صوبائي صدر ميا افتخار حسېن سره حاجي غلام احمد بلور باچا خان مركز كښې ملاقات كړے ۔د كل په ورځ د اے اېن پي لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې سېكرټري جنرل ډاكټر محمد سليم خان٬د استاذانو چارو مركزي سېكرټري ډاكټر وقار احمد٬د خېبرپښتونخوا اے اېن پي جنرل سېكرټري حسېن شاه يوسفزئي٬د اے اېن پي بلوجستان سېكرټري جنرل مابت كاكا او تحصيل رزړ(صوابۍ)چيئرمېن ملك غلام حقاني هم موجود وو۔د ملاقات په مهال د دواړو لارښودو ترمينځه په بېلو چارو خبرې اترې وشوې۔