نیو یارک۔24ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف به نن (د نهې ورځ) په نيويارك كښې يوه مصروفه ورځ تېره كړي۔ د وزيراعظم آفس د ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په خپل پنځه ورځنۍ رسمي دوره د خپل پلاوي سره نيويارک ته رسېدلے دے۔ وزيراعظم سره په پلاوي کښې د دفاع وزیر خواجه آصف، د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطاء تارړ، د تعلیم او پېشه ورې تربيې وفاقي وزیر خالد مقبول صدیقي او خاص مرستيال طارق فاطمي هم شامل دے۔ وزيراعظم به د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر انتونيو ګوتريس لخوا د غړو هېوادونو مشرانو په درناوي كښې وركړې كېدونكې استقباليه كښې ګډون كوي چرته به چې هغه د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره غیر رسمي ملاقاتونه وكړي۔ وزيراعظم به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د كال 2024 پرانستې دستوره كښې ګډون كوي۔ دے به د مالديپ صدر محمد معيز سره ملاقات كوي چې په مهال به ئې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه مرستې په پراختيا خبرې كولې شي۔