ګھوټکي، په ضمني ټاكنو كښې د پيپلز ګوند د كانديد په كاميابۍ مولانا فضل الرحمان بلاول بهټو ته مباركي وركړه

image

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د جميعت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان په حلقه اېن اے 205 ګھوټکي كښې په ضمني ټاكنو كښې د پيپلز ګوند د كانديد په كاميابۍ د ګوند چيئرمېن بلاول بهټو له مباركي وركړې ده۔ د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې د ګهوټكي ټاكنو نتيجه په مخالفې ډلې د اولس د باور څرګندونه ده۔ زه د پيپلز ګوند كانديد سردار محمد بخش مهر ته هم مباركي وړاندې كوم ۔ ده ووئيل د جے يو آئي اېف لخوا هم د پيپلز ګوند كانديد ته بشپړه مرسته ترلاسه ده۔ په مباركۍ وركولو او په ټاكنو كښې په مرسته كولو بلاول بهټو د مولانا فضل الرحمان مننه كړې۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں