د كشمير تر آزادۍ به په هر فورم د كشمير كاز جنګ كوو۔ پاك پوځ چمتو دے۔ د خښتې ځواب به په غرګي وركوؤ۔ عمران خان –

image

اسلام آباد ۔ 30 اګست (اے پی پی) د وزیراعظم عمران خان په غږ قام د جمعې په ورځ د هندي مقبوضه جموں وكشمري مظلوم اولس سره د يو والي څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم عمران خان وزیراعظم آفس كښې په دې اړه يوې دستورې ته خطاب كولو سره د دې عزم څرګندونه وكړه چې د كشمير تر آزادۍ به په هر فورم د كشمير كاز جنګ كوو۔ پاك پوځ چمتو ولاړ دے۔ كه د هند لخوا كوم حركت وكړې شو نو د خښتې ځواب به غرګي وركوو۔ نرېندر مودي چې تكبر كولو سره څه كړي هغې څخه وروستو به كشمير آزاد شي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ايوان صدر كښې دستورې ته خطاب كښې ووئيل د كشمير د آزادۍ تحريك په هېڅ ډول غلې كېدې نه شي۔ ټول اولس كشميري اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ د پاكستان حكومت او اولس كشميري اولس سره سم ولاړ دے ۔ کشمیری اولس سره د يووالي څرګندونې په لړ كښې د جمعې په ورځ د يو والي آور 12 بجو څخه تر 12 نيمو بجو دوام لرلو۔ د دې په پېل ټول هېواد كښې سائرن وغږولې شو۔ د پاكستان او كشمير قامي سرودونه وغږولې شول۔ د قامي سرودونو غږولې كېدو په مهال تر 5 دقيقو ټول ټرېفك ولاړ پاتې شو۔ ټرېنونه هم يوې دقيقې له اودرېدل۔ وزیراعظم او څلورو واړو اعلی وزيرانو پارلماني غړو سره د سېكرټرېټ مخې ته د وګړو مشري وكړه۔ د وزیر اعظم په كال د جمعې لمونځ څخه وړاندې په ټول هېواد كښې اولس د خپل كار ځايونو ٬ دفترونو او دكانونو څخه بهر راووتل او كشميري اولس سره ئې د يو والي څرګندونه وكړه۔ سياسي لارښودو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كشمري اولس سره د يو والي څرګندونې له لاريونونه وويستل او هندي ظلمونه ئې په ډاګه كړل۔

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں