د قبائلي ضلعو نمائندګان اوس صوبائي اسمبلۍ كښې د قبائلي اولس ترجمان دي۔ ګورنر شاہ فرمان

image

پېښور ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان سره د تحريك انصاف د اطلاعاتو مركزي سېكتر جواد احمد د شورؤ په ورځ ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو او ده سره ئې په خاص توګه قبائلي ضلعو كښې په انتظامي او پرمختيائي چارو او ګډ ګورننس د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې مهال ګورنر خپلو خبرو كښې ووئيل د قبائلي ضلعو نمائندګان اوس صوبائي اسمبلۍ كښې د قبائلي اولس ترجمان دي۔ ده ووئيل د قبائلي ضلعو ضم كول يوه ګرانه مرحله وه كومه چې د وزيراعظم په مشرۍ كښې په غوره ډل ترسره كړې شوه۔ ده ووئيل صوبائي حكومت په قبائلي ضلعو كښې پرمختيائي كارونو له كلن بجټ كښې كافي فنډ بېل كړې دې۔ ده ووئيل قبائلي ضلعې به ډېر زر د هېواد نورو پرمختګ كړې سيمو فهرست كښې شامل كړې شي۔ ملاقات كښې د اطلاعاتو صوبائي وزير شوكت يوسفزئۍ هم موجود وو

مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں