د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد خبري كنفرنس ته وېنا

image

لاهور 30 نومبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د آرمي چيف په موده كښې پراختيا به په شپږ اونيو كښې وشي، جنرال قمر جاوېد باجوه د جمهوريت كاميابې لپاره وزيراعظم عمران خان او حكومت سره ولاړ دے، د آصف علي زرداري د پلي بارګېن نتيجه به تر مارچ راوځي، بيمار نواز شريف دے او په لندن كښې رخصتي شهباز شريف لمانځي.ده دا خبرې د خالي په ورځ د رېلوے په هېډكوارټرز كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. ده ووئيل چې د آرمي چيف په موده كښې پراختيا به په شپږ اونيو كښې وشي، يوه رايه دا ده چې دا كار د اېكټ د لارې ساده اكثريت سره كېدے شي خو كه په آئين كښې د ترميم ضرورت هم وي نو دا به د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل واضح اكثريت سره كېږي. سرلښكر ته درې كاله ترلاسه شوي او زمونږ هم درې كاله پاتې دي. وفاقي وزير ووئيل چې جنرال قمر جاوېد باجوه د كرتارپور لارې سره هند ته داسې زخم وركړے چې ټول عمر به ئې ياد ساتي، دې اقدام سره د سكهانو په زړونو كښې پاكستان لپاره جذبات او د خوشحالې فضا پېدا شوې. ده ووئيل چې په افغانستان كښې امن ښه كړې شوې. ده ووئيل چې چين سره تاريخي اړيكې جوړې شوې دي او په راتلونكو څو ورځو كښې اېم اېل ون پېل كولې شي. وفاقي وزيړ ووئيل چې سعودي، عرب اماراتو او اېران سره نوې اړيكې جوړې كړې شوې دي.

مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável
متعلقہ مضامین
مزید خبریں