د خارجه چارو سېكتر سهېل محمود د 35 مې سارک چارټر ډے دستورې ته خطاب

image

اسلام آباد ۔ 9 دسمبر (اے پی پی) د پاكستان د خارجه چارو سېكتر سهېل محمود وئيلي دي سارک چارټر ډے د بې وزلۍ ٬ نالوستۍ او د رنځونو ختمولو عزم لپاره يادګېرنه كوي۔ پاکستان د سارک عمل کامیابولو عزم لري۔ سوئيلي آسيا يو شمېر چېلنجونو سره مخ ده ٬ د كومو مقابلې له به چې په ګډه تږلاره خپلول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د 35 مې سارک چارټر ډے دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دستوره كښې د سارك هېوادونو سفيرانو او د خارجه وزارت اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ دستورې ته د خارجه چارو سېكتر سهيېل محمود ٬ د سارك تنظيم پخواني عمومي سېكتر او پاكستان كښې د مالديپ سفير احمد سليم خطاب وكړو۔ خپل خطاب كښې د خارجه چارو سېكتر سهېل محمود ووئيل په كال 1985ء كښې د سارك چارټر د لارې د دې عزم څرګندونه شوې وه چې سوئيلي آسيا څخه د بې وزلۍ ختمولو او د مسئلو سولييز حل لباره دې په ګډه هڅې وكړې شي۔ ده ووئيل د سارك فورم اجتماعي هڅو سره هم سوئيلي آسيا يو شمېر چېلنجونو سره مخ ده په كومو قابو موندلو له به چې به په ګډه تږلاره خپلول وي۔ ده ووئيل سارک چارټر ډے د بې وزلۍ ٬ نالوستۍ او رنځونو ختمولو لپاره د عزم يادګېرنه ده ۔ پاکستان د سارک عمل کامیابولو عزم لري۔ خارجه سېكتر ووئيل وزیر اعظم عمران خان د 35 مې سارک چارټر ډے په مهال د سارك غړو هېوادونو او اولس ته مباركي وركولو كښې ووئيل لارښودو د سوئيلي آسيا پرمختګ او سوكالۍ له په ګډه كار كولو له سارك چارټر جوړ كړے۔ پاكستان منطقه كښې د شريكې مرستې د لارې د پرمختګ موقعو په رامخې ته كولو باور لري۔ دستورې ته د مالديپ سفير احمد سليم خپل خطاب كښې ووئيل سارک فورم سوئيلي آسيا كښې بې وزلي ختمولو او معاشي استحكام له جوړ شوې۔ مونږ له به د تل پاتې پرمختګ په شمول د ټاكلې شوو هدفونو ترسره كولو له په ګډه هڅې كول وي۔ د دستورې په اخر كښې د 35 مې سارك چارټر ډے په حقله كېك هم پرې كړې شو

مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں