د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د خبر رسنې قامي ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)د ايوارډونو وركولو دستورې ته وېنا

image
APP02-25 ISLAMABAD: December 25 – Special Assistant to Prime Minister for Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan addresses the Award Distribution Ceremony of Associated Press of Pakistan at National Library. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي چې وزيراعظم عمران خان د پرله پسې 23 كاله هڅو نه پس پاكستان د استحكام پاكستان په سفر روان كړې٬هغه روايتي سياستدان نه دې بلكې يو مقبول ليډر دې كوم چې د ذاتي ګټې په ځاې د قام ګټې ته ترجيح وركولو سره د اولس د خوشحالۍ او د راتلونكو نسلونو فكر لري٬كال 2020م به د وزيراعظم په مشرۍ كښې معاشي استحكام ترلاسه كولو سره د دې خواږه اولس ته د رسولو كال وي٬د نړۍ په وړاندې د هېواد مثبت تشخص او روښانه څيره په ډاګه كولو او د قامي بيانيې ودې لپاره د خبر رسنې قومي ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)كردار ډېر مهم دې٬د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې به اے پي پي داسې اداره جوړه كړو چې د نړۍ د خبر رسنې ادارې به دا رول ماډل ګرځولو سره د دې تقليد كوي۔هغې دا خبرې د شورو په ورځ نیشنل لائبریری كښې د خبر رسنې قامي ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)د ايوارډونو وركولو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔پھ دې موقع د سېنېټ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور فيصل جاوېد٬د اے پي پي اېم ډي ډاكټر طارق محمود خان٬پي آئي او رائے طاهر حسن٬د اے پي پي ايګزېكټو ډائرېكټر غواث خان٬د نیشنل پریس کلب صدر شکیل قرار،پی ایف یو جے پخوانې صدر افضل بټ هم موجود وو۔دستورې ته پھ خپله وېنا كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د قائداعظم محمد علي جناح د ولادت په ورځ او د ټولې نړۍ مسيحي ټولنې ته د كرسمس مباركي وركولو سره ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح تل په كار٬كار او كار زور وركړې۔د هغه په مشرۍ كښې پاكستان خپل سف پیل كړو٬په پاكستان كښې اقليتونه تحفظ او بنيادي حقوق لري۔هغې ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان پوخ عزم سره د اصلاحاتي ايجنډې سره د اداره جاتي اصلاحاتو ملاتړ كولو سره د نوې پاكستان بنياد اېښې۔هغې ووئيل چې كوم تن چې د ذات نفي كولو سره يو مقصد لپاره ودرېږي هغه د لوے څښتن په طاقت سره چېلجونه پھ موقعو كښې بدل كړي٬نن ډېره تاريخي او مهمه ورځ ده دا ورځ د يو عظيم لارښود قائداعظم محمد علي جناح د زيږون ورځ ده٬په دې ورځ په ټوله نړۍ كښې مسيحي ټولنه د كرسمس تهوار لمانځي او دا ورځ د اے پي پي په تاريخ كښې هم ډېره مهمه ده كله چې هغه نوې شروعات كوي او د اوسني دور د تقاضو له مخې خپل ځان برابرولو لپاره خاص اقدامات كوي۔د ښه كاركردګۍ څرګندونه كونكو او نورو كاركنانو او عملې ډاډګيرنې لپاره د ايوارډ اجرا يوه خوشبينه خبره ده۔هغې ووئيل چې كه ليډر غېر متزلزل عزم لري نو د قائداعظم په صورت كښې يو څو ملګرو سره په رېښتنې كاميابۍ ترلاسه كولو كښې بريالې كېږي۔قائداعظم چې څنګه ناممكن ممكن كړې هم دغسې وزيراعظم عمران خان د پاكستان جوړېدو نه 72 كاله پس د 23 كلونو هڅو نه پس پاكستان د استحكام پاكستان په لار روانولو سره كاميابي ترلاسه كړی۔ده 23 كاله د قانون د حكمرانۍ او د مېرټ بالادستۍ خبره كړې او د قائد رېښتنې پاكستان جوړولو لپاره يې روايتي سياسي ډهانچه تر پښو لاندې كړې او د لوټ سياست كونكي يې هم دفن كړي۔هغې ووئيل چې د نيلسن منډيالا نه چا تپوس كړې وو چې په سياستدان او ليډر كښې څه فرق وي نو هغه ووئيل چې سياستدان د يو الېكشن ګټلو نه پس د راتلونكي الېكشن سوچ كوي د هغه پالېسۍ د ذاتي مفاداتو تحفظ كوي خو ليډر د ذاتي ګټې په ځاې د اولس د ګټې او د راتلونكو نسلونو د روښانه سباؤن فكر لري هم داسې وزيراعظم عمران خان هم د سياستدان په ځاې ليډر جوړېدو سره راتلونكو نسلونو لپاره پالېسۍ جوړوي۔هغې ووئيل چې د قائداعظم افكار او نظريات دا وو چې ادارې واك ولري٬د قانون او آئين حكمراني وي۔ده د ايمان٬اتحاد٬تنظيم او د يقين محكم درس وركړې۔وزيراعظم عمران خان د قائد د پاكستان خوب ته تعبير وركولو لپاره شپھ او ورځ هڅې كوي۔هغې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان هم غواړي چې اے پي پي ګټوره اداره جوړه شي بايد اے پي پي داسې نرسري وي چې د ټول هېواد د ماس كميونيكېشن څخه فارغ التحصيل د دې ادارې څخه د انټرنشپ خواهش راوړولو سره په وظيفائي ماحول كښې كار كولو ته ترجيح وركړي۔دستورې ته د اے پي پي اېم ډي ډاكټر طارق محمود خان ووئيل چې د دريو لسيزو څخه په ڼړۍ كښې د مېډيا په څانګه كښې انقلابي بدلونونه راځي٬اے پي پي د اوسني دور تقاضو سره برابرولو لپاره په ډيجټلائزېشن٬سوشل مېډيا او نورو څانګو كښې جدت راوستلې شي۔د اے پي پي د خبريالانو معمول سره تربيې ته هم پام كولې شي۔ده ووئيل چې زمونږ ترجيح ده چې د حكومت ځانګړی اقدامات خبري كنفرنسونه او د دستورو خبرونه په سمدستي توګه د رسولو ټول پړاؤنه د جديد تكنيك د لارې ترسره كړی شي۔دې لپاره يو سافټ ويئر هم تيار كړې شوې۔د انګريزۍ رپورټنګ لپاره پھ دې سافټ ويئر په كاميابۍ سره كار روان دې۔ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان او د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان په هداياتو په اداره كښې د ډېټا بيس په تيارۍ٬اي فائيلنګ او په نوې بزنس ماډل په تندۍ سره كار روان دې٬اے پي پي په اېچ نائن كښې د مېډيا سټي جوړولو اراده لري په دې هم كار روان دې۔اے اېف پي او سي اېن اېن ته د ون آن ون سروس وركولې شي۔په دې موقع د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې داكټر فردوس عاشق اعوان٬افتخار حسېن نقوي ، نجم الحسن ،نعیم خان نیاز ، سعیدہ ارم، ساجد فاروق ،فخر امام ، ارشاد شیخ ،امتیاز احمد ،عبدالقدوس ، شوکت علی چانډیو، شکیل محمد ، ذین علی جاوید، شفقت اللہ خان ، عابد محمود چوهدري ، شیراز حیدر ،محمد شفیق ،علی حسن ، جاوید عارف ،غلام فرید ،شیخ عبدالرزاق ، یاسر عرفات اور شاهد احمد ناز ته په خپلو خپلو څانګو كښې په اعلٰی كاركردګۍ ايوارډونه وركړل۔د اے پي پي په تاريخ كښې دا وړومبۍ موقع ده چې په قامي كچه په بېلا بېلو څانګو كښې د اعلٰی كاركردګۍ په بنياد ايوارډونه وركولې شي۔دا ايوارډونه به نه يوازې د اے پي پي په هېډكوارټرز بلكې پھ صوبائي كچه هم د ښې كاركردګۍ مظاهره كونكو ته وركولې شي

مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں