د نادرا په مرسته د جانچ پړتال د لارې د بي آئي اېس پي نه د 8 لكه 20 زره كسانو د اخوا كولو پرېكړه

image
APP14-26 ISLAMABAD: December 26 – Special Assistant to the Prime Minister on Social Protection and Poverty Alleviation, Dr. Sania Nishtar addressing a press conference. APP

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د غريبۍ كمولو او سماجي تحفظ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر ثانيه نشتر وئيلي د د بې نظير انكم سپورټ پروګرام سپېځلتيا په ځائ ساتلو لپاره 8 لكه 20 زره 164 كسان د پروګرام نه خارج كوٶ كوم چې مستحق نه دي٬ د کابينې او د بورډ منظورۍ نه پس دا پرېكړه شوې٬ د دوي په ځائ به مستحق او بې وسه كسان شاملولې شي٬ د نادرا په مرسته داسې كسان رامخې ته كړې شوي څوك چې حق دار نه وو ٬ د دوي فرانزك آډټ هم كېدې شي٬ د دوي خارج كولو سره به په كلنه توګه 16 اربه روپۍ بچت شي۔ په لائن آف کنټرول د قامي شناختي كارډ لرونكې ټولې مېرمنې به په دې پروګرام كښې شاملولې شي د كومې منظوري چې كابينې وركړې ده٬ نوې ډيجيټل سسټم معرفي كوٶ چې ورسره به دا پروګرام لا سپېځلې او آسان شي٬ حقدارو ته سل فيصده ادائيګي د بائيو مېټرك د لارې كېږي٬ د هېواد په 66 ضلعو كښې به د كفالت پروګرام پېل كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ډاكټر ثانيه نشتر د زيارت په ورځ د خبري كنفرنس په مهال كړې۔ دې ووئيل مونږ يوه پاليسي جوړه كړې چې بورډ ئې منظوري وركړې او د دې نه پس كابينې څخه منظوري اخستې شوې ۔دې ووئېل د نادرا په مرسته داسې كسان رامخې ته كړې شو ي څوك چې حق دار نه وو ٬ د دوي فرانزك آډټ هم كېدې شي او د دوي اخوا كولو سره به په كلنه توګه 16 اربه روپۍ بچت شي۔ دې ووئيل د سي اېن آئي سي لمبر د لارې نادرا څخه د هر وګړي ټوله ډېټا ترلاسه كېدې شي چې ھغه كوم سهولت ترلاسه كوي۔ دې ووئيل بي آئي اېس پي بې وسه او حقدارو لپاره جوړه كړې شوې اداره ده كومې څخه چې د 8 لكه نه زيات كسان خارج كوٶ٬ دا ھغه خلق دي چې هر مياشت ئې فون يا د پي ټي سي اېل بل د زرګونو روپو نه زيات دے۔دې ووئېل ھغه خلق نه خارج كوٶ كومو چې د بهر هېواد زيات سفر كړې ٬ دې كسانو ته د كال 2011 نه روپۍ وركړې كېږي٬ د دوي اخراج څخه به په كلنه توګه 16 اربه روپۍ بچت شي۔ په لائن آف کنټرول د مېشته قامي شناختي كارډ لرونكې مېرمنې په دې پروګرا

مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں