د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د خپلواكۍ د حق ورځې په موقع پېغام

image

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې د مقبوضه جمو و كشمير د اولس د منصفانه هڅو اخلاقي، سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي، نړيواله ټولنه د كشميري اولس د ذمه وارو نه سترګې نه شي پټولې، ملګرو ملتونو ته به 70 كاله وړاندې خپل كړي لوظونه پوره كول وي. اولس مشر دا خبرې د خپلواكۍ د حق ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړې. اولس مشر ووئيل چې د خپلواكۍ حق د انساني وقار مهم عنصر دے، د دې حق نه انكار د يو تن د آزادې، د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې او د انساني حقونو د لوظنامو نفي ده. اولس مشر ووئيل چې د نوآبادياتي دور نه پس د دې بنيادي حق نه خبرتيا د سوئيلي اسيا پشمول د نړۍ په بېلا بېلو برخو كښې د آزادې هڅو لپاره لارې هوارې كړې. ده ووئيل چې د جنورې 5مه نېټه د جمو كشمير د اولس د خپلواكۍ د حق ورځې په توګه لمانځلې شي. د جنورې په 5مه نېټه كال 1949م كښې پاكستان او هند لپاره د ملګرو ملتونو كميشن يو قرارداد منظور كړے و چې پكښې د جمو كشمير اولس د خپلواكۍ حق لپاره په جمو كشمير كښې د آزادې او سپېځلې رائې شمېرنې ضمانت وركړے شوے و. اولس مشر ووئيل چې نن د خپلواكې د حق ورځې لمانځلو مقصد نړيوالې ټولنې ته دا خبره وريادول دي چې نړيواله ټولنه د كشميري اولس د ذمه وارو نه سترګې نه شي پټولې، ملګرو ملتونو ته به 70 كاله وړاندې خپل كړي لوظونه پوره كول وي. اولس مشر ووئيل چې د اګست د 5مې نېټې كال 2019م نه پس د غېر قانوني او يو اړخيزه كارروائيو د لارې هندي حكومت په مقبوضه جمو او كشمير كښې د يرې او ګډوډې ماحول پېدا كړے. نړۍ د هند اقدامات په رد كړي دي. ده ووئيل چې په اوسني تاريخ كښې د مقبوضه جمو او كشمير اوسنې صورتحال ډېر بدتره دے. اولس مشر ووئيل چې پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې د مقبوضه جمو و كشمير د اولس د منصفانه هڅو اخلاقي، سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي.

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں