صدر آصف علي زرداري پنجګور كښې د وسله والو د ډزو پیښې غندنه وكړه ٬ بريد كښې په قيمتي ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه

image

اسلا آباد ۔29 اكتوبر (اے پي پي) صدر آصف علي زرداري پنجګور كښې د وسله والو د ډزو پیښې غندنه كولو سره د ترهه ګرۍ په بريد كښې په حاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ د نهې په ورځ د اېوان صدر څخه د جاري بيان تر مخه صدر مملكت پیښه كښې د حق رسېلو كسانو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه وكړه ٬ ده ووئېل ترهه ګر د هېواد د پرمختګ او د صوبې د خوشحالۍ دښمنان دي۔ صدر ووئېل ترهه ګر د بلوچستان پرمختګ ليدل نه غواړي ۔ ده بريد كښې د ژوبل شوو كسانو زر روغتيا لپاره دعا وكړه ۔ دغسې صدر د حق رسېدلو كسانو لوړو درجو او د هغوي كورنيو لپاره د صبر دعا وكړه۔

مضمون کا ماخذ : فائر جوکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں