موجوده حكومت په سختو معاشي حالاتو كښې په پیښو چېلنجونو په كاميابۍ سره قابو موندلے۔رانا مشهود احمد خان

image

اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي)د وزيراعظم د يوته پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئېلي دي موجوده حكومت په سختو معاشي حالاتو كښې د آئي اېم اېف غوندې په مشكل چېلنجونو هم په كاميابۍ سره قابو موندلے دے۔د ګل په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل چې كله شهباز شريف د وزيراعظم چوكۍ سنبهاله كړه نو هغه د قائد په مزار حاضري كولو سره عزم وكړو چې پاكستان به د پرمختګ په لاره روانوم او په نړيواله كچه به د هېواد عزت بحالوم۔ده ووئيل د خپلې تجربې٬لوي سوچ او زيات محنت څخه وزيراعظم نه يوازې د ملګرو ملتونو په څير په نړيوال فورمز د پاكستان او اسلامي نړۍ باوقاره نمائندګي كړی بلكې په سختو معاشي حالاتو كښې د آئي اېم اېف غوندې په مشكلو چېلنجونو يې هم په كاميابۍ سره قابو وموندلو كړي٬ ده ووئېل نن د معيشت ښه والي او په سفارتي مېدان كښې د كاميابو لكه پاكستان كښې د اېس سي او كنفرنس كول او سعوديه٬چين او روس سره مهمې لوظ نامې د شهباز شريف د زيرك قيادت ثبوت دے۔

مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں