اسلام آباد 31 اكتوبر (اے پي پي)پاكست??ن د سكهانو ورورولۍ آسانيو لپاره ويزې آئن كړې دي ۔د امريكې٬كاناډا او يو كے پاسپورټ لرونكي سكھ كميونټي كسان آن لائن فارم جمع كولې شي او په 30 دقيقو كښې ويزه ترلاسه كولې شي۔دا خبره د زيارت په ورځ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د امريكې څخه راغلو د سكھ ياتريانو 44 كسيز پلاوي سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې وكړه۔وفاقي وزير د امريكې څخه راغلو سكھ ياتريانو په سټېټ ګيسټ هاؤس كښې كوربتوب وكړو۔د پلاوي مشري ډاكټر دلوير سنګه پنو٬ سرجیت سنګھ هوتھی،رنجیت سنګھ کاهلوں او لکشمن سنګھ كوله۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د دوي پاكستان ته په راتګ هركل?? وكړو۔ده ووئيل پاكستان ته راتللو لپاره سكھ ورورولي د ??سئ??و سره مخ كېدله٬څه موده زه د پنجاب وزيراعلٰی پاتې شوے يم٬د سكهانو وروورلۍ ??سئ??و حل كولو هڅه مو كړی۔دې لپاره پاكست??ن د سكھانو ورورولۍ آسانيو لپاره ويزې آن لائن كړې دي ۔ ده ووئېل دا سهولت د امريكا كاناډا او يوكے كښې مېشته د هند نژاد سكه ورورولۍ لپاره هم دے۔ده ووئيل د سكهانو ورورولۍ لپاره آسانيو وركولو ته پام لرنه كوم۔په كال كښې لس ځله دې پاكستان ته راشي هر ځل به د هغوي هركلے كولې شي۔ده ووئيل حسن ابدال٬كرتارپور٬ننكاصاحب او لاهور سره سره نورو مذهبي ځايونو ته هم تللے شې٬په دې لړ كښې چې كومې هم ??سئ??ې وي هغه به حل كولې شي۔محسن نقوي ووئيل سږ كال به 50 زره نه تر يو لك سكه ياتريان راځي ٬ مونږ خواهش لرو چې دا شمېره لس لكه ته ورسي او ځوانان هم راشي۔د امريكې څخه راغلو د سكھ ياتريانو پلاوي په مېلمستيا كولو د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي مننه كولو سره ووئيل فري آن لائن ويزا سره آسانۍ ترلاسه شوي٬پاكستان زمونږ زړونه ګټلي٬مونږ پاكستان كښې سرمايه كارۍ كولو له خوښي لرو