اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزیر سینیټر محمد اورنګزیب د کے الیکټرك پلاوي ته ادائیګیو كښې د تاخير معاملې حل كولو باور وركولو سره کے الیکټرك ته په كراچۍ كښې د خذمات ښه كولو او د ارزان پیداواري صلاحیت زياتولو له د خپلو منصوبو تندولو سپارښتنه وكړه ۔ده دا خبره د ګل په ورځ د کے الیکټرك سي اي او سید مونس عبداللہ علوی سره ملاقات كښې وكړه۔په دې موقع د کے الیکټرك سي اېف او محمد عامر غازیاني او چیف ریګولیټري افیئرز محمد عمران قریشي هم موجود وو۔ د کے الیکټرك استازو وفاقي وزیر ته ووئيل حکومت او د کے الیکټرك ترمينځه سږ كال پيل كښې د ترسره شوو لوظنامو سره زياتې مسئلې حل شوي او کے الیکټرك اوس د خپلې بجلۍ مکس ښه كولو له په جدید منصوبو عمل درآمد لپاره كار كوي۔پلاوي د پوسټ آفس د لارې د صارفین جمع كړے شوو بلونو د تاخیرپه اړه د ادائیګۍ مسئله پورته كړه ۔وفاقی وزیر پلاوي له باور وركړو چې ادائیګیو كښې د تاخیر معامله به حل كړې شي۔ده ووئيل بايد کے الیکټرك کراچۍ كښې خذمات ښه كولو او آرزانه پیداواري صلاحیت زياتولو له خپلې منصوبې تندې كړي دغسې چې د بجلۍ بيعه كمه كړې شي