د كروندګرو آسانيو لپاره د روان مالي كال په مهال زرعي قرضو كښې اضافه كولې شي۔ د خزاني او محصولاتو وفاقي وزير محمد اورنګزيب

image

اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د خزاني او محصولاتو وفاقي وزير محمد اورنګزيب ووئيل د كروندګرو آسانيو لپاره د روان مالي كال په مهال زرعي قرضو كښې اضافه كولې شي، بلوچستان لپاره تيرو دوه كلونو په مهال زرعي قرضو كښې په زړه پورې اضافه شوې ده ، ډيري او لائيو سټاك څانګو لپاره هم د قرضو وركول به زياتولې شي۔د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سينيټري ثمينه ممتاز زهري، ډاكټر زرقا سهروردي، كامران مرتضيٰ، سينيټر ذيشان خانزاده او سينيټر دنيش كمار د پوښتنو په ځواب وفاقي وزير محمد اورنګزيب ووئيل سركاري ادارې د اړوند قوانين له مخې جوړي شوي، پبلك فنانس منيجمنټ ايكټ 2019 د داسې ادارو د لارې عوامي فنډز محتاط انتظام اصول مرتب كوي، فروري 2003 كښې د حكومت د اړخه رياستي ملكيتي كاروباري اداري خبر كړې شوي، اېس او سي ايكټ 2023 د ګورننس او آپريشنز او رياستي ملكيتي ادارو له مالي كاركردګۍ وضاحت كوي۔ده وئويل سټاك ايكسچينج كښې لاندې باندې راځي، 2010 كښې نيسلے پاكستان لميټډ شيئرز بيعه يو زر روپۍ څخه زياته وه كومه چې دا مهال 6800 روپۍ ده،دا يوه نجي كمپني ده، دغه كمپني سټاك ماركيټ كښې لسټډ ده،د خزاني وزارت دې سره څه تعلق نه لري

مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں