كركيله او آئي ټي د هېواد د معاشي پرمختګ له ډېر اهميت لري ٬ د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب

image

اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر اورنګزېب وئيلي دي كركيله او انفارمېشن ټېكنالوجي په معيشت كښې د ملا تير او د هېواد معاشي پرمختګ له ډېر اهميت لري ۔ ده دا خبره نړيوالو چارو لپاره د یو ایس کموډټی فیوچر ټرېډنګ کمېشن (سی اېف ټی سی) د دفتر دوهم ډائرېكټر كيون پكولي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د اېس اي سي پي چيئرمېن عاكف سعيد ٬ په پاكستان كښې د امريكائي سفارت خانې او د فنانس ډويژن اعلی چارواكي هم په دې مهال موجود وو۔ په ملاقات كښې د سېکورټیز اېنډ اېکسچېنج کمېشن آف پاکستان او د سی اېف ټی سی ترمينځه په همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خزانې وزير د دې اقدام هركلے وكړو او د پاكستان په معيشت كښې يۍ د كركيلې او په خاص توګه په مجموعي پېداوار كښې د دې په كردار رڼا واچوله۔ ده ووئيل د مالي كال 2024 په مهال د پاكستان په معيشت كښې د 2.38 فیصد نمو وشوه او كركيله د اقتصادي پرمختګ يو مهم محرك په صورت كښې رامخې ته شوه۔ د لويو فصلونو په پېداوار كښې د 6.25 فیصد ښكاره اضافه وشوه۔ ده ووئيل كركيله او آئي ټي د هېواد مستقل پرمختګ او قامي معيشت لپاره زيات اهميت لري ځكه د دواړو څانګو برآمدي صلاحيت څخه به بشپړه استفاده كول وي

مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں