د وزیراعظم عمران خان د بحرېن بادشاه شېخ حمد بن عیسیٰ الخلیفه سره ټېلي فوني تماس

image

اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د بحرېن بادشاه شېخ حمد بن عیسیٰ الخلیفه سره ټېلي فوني تماس كښې ھغه د مقبوضه جمو كشمير په تازه صورتحال او د هند لخوا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو د خلاف ورزۍ نه خبر كړې۔ وزيراعظم د هند لخوا د مقبوضه كشمير خاص حېثيت ختمولو اعلان په سختو ټكو غندنه كولو سره دغه پرېكړه رد كړې ۔ وزیراعظم په دې خبره زور رواړو چې مقبوضه جمو و كشمير د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې په نړيواله توګه تسليم شوې متنازعه سيمه ده۔ وزیراعظم ووئيل منطقه كښې امن او سلامتيا په ځائ ساتلو لپاره د هند د غېر ذمه واره او د يو اړخيزه اقداماتو لاره نيولو لپاره بايد نړيواله ورورولي خپل كردار ولوبوي۔ د بحرېن بادشاه شېخ حمد بن عیسیٰ الخلیفه ووئيل د بحرېن حكومت د مقبوضه كشمير د صورتحال جاج اخلي او په دې صورتحال تشويش لري٬ هيله لرو چې معامله به د خبرو اترو د لارې هواره شي

مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں