د وادي اردن ضم كولو غېر قانوني اقدام پھ منطقه كښې د تاؤ تريخوالي زياتوالي سبب جوړیدې شي۔د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل

image

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل وئېلي دي وزيراعظم عمران خان به(نن)د جمعې په ورځ مقبوضه كشمير كښې د صورتحال په اړه پالېسي بيان وركوي٬پالېسي بيان د كشمير مسئلې لپاره د پاكستان پرله پسې هڅو برخه ده٬د پاكستان او هند ترمينځه كومې پټې خبرې نه دي شوي٬هند د خبرو اترو كولو څخه ډډه كوي۔د زيارت په ورځ اوونيز بريفنګ په مهال وياند ووئيل د دې نه علاوه د مقبوضه جمو او كشمير په اړه په نورو ګڼ شمېر اقداماتو هم غور شوې۔ده ووئيل دا يوه پېښه نه ده بلكې د كشمير لپاره د هلو ځلو پرله پسې عمل دے٬د كشمير په اړه زمونږ دريځ ښكاره دے٬پاكستان پھ دې خبره باور لري چې د كشمير پشمول هند سره ټولې شخړی د خبرو د لارې هوارېدې شي٬هيومن رائټس كونسل كښې 58 هېوادونو د پاكستان ملاتړ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل پھ دې هېوادونو كښې زياتره د او آئي سي غړي او نور هېوادونه هم شامل دي چا چې د هند غېر قانوني قبضې او په وادي كښې د مواصلات مكمل لاك ډاؤن غندنه كړی۔وياند د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د سعودي او يو اے اي خارجه وزيرانو په اړه د كشمير مسئله اسلامي هېوادونو سره د نه تړلو په اړه د مېډيا راپور ده “قياس “ګرځولې او وئېلې يې دي د دې برعكس د دواړو خارجه وزيرانو دورې د سعودي عرب او يو اے اي لخوا د پاكستان سره د يو والي څرګندونې او د كشمير مسئلې د ملاتړ توثيق دے۔ د كشمير شخړې په اړه د پاكستان او هند ترمينځه د امريكې اولس مشر د ثالثۍ وړاندېز په اړه وياند ووئيل د امريكې نه علاوه نورو هېوادونو هم د ثالثۍ وړاندې كړی خو هند د خبرو اترو څخه ډډه كوي۔ده ووئيل د هند منفي ردعمل د كشمير شخړې هواري له د ځنډ سوب دے٬چا چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري بحران صورتحال پېدا كړی۔وياند په هند زور راوړې چې نړيوالې مېډيا او د بشري حقونو تنظيمونو ته مقبوضه كشمير ته د تللو اجازه وركړي۔د امريكې او طالبانو ترمينځه د خبرو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل پاكستان اوس هم پھ دې خبره باور لري چې د افغان شخړې پوځې هوارې ممكن نه دے۔پاكستان به د افغان امن عمل ډاډګيرنه او ملاتړ روان ساتي۔ده ووئيل د افغانستان شخړه د افغان حكومت او د اولس په قيادت كښې امن خبرو د لارې هوارېدې شي۔وياند هيله څرګنده كړه چې د امريكې او طالبانو ترمينځه امن خبرې ډېر زر بحال او په منطقه كښې د امن په ګټه به مثبتې نتيجې رامخې ته شي۔د كرتارپور مذهبي سېلګرو څخه 20ډالره فيس په اړه وياند وضاحت كښې ووئيل دا انټري فيس نه بلكې سروس فيس دے٬دا به په سړكونو٬بسونو٬د هركلي سنټرو پشمول تعميرات او د سېلګرو په آسانيو خرڅ كولې شي۔د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو سره د هندي سفارتكارو دوهم ملاقات په اړه وياند ووئيل كوم دوهم ملاقات نه دې شوې۔وياند د اسرائيل وزيراعظم بنجمن نتن يانو لخوا وادي اردن په اړه بيان رد كولو سره ووئېل پاكستان به كوم هم غېر قانوني اقدام رد كوي٬دا اقدام پھ منطقه كښې په تاؤ تريخوالي كښې د زياتوالي سوب جوړیدې شي

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں