وزیراعظم عمران خان سره د ایتھوپیا اولس مشر وليدل، دوه اړخيزه معاشی اړيكو ته ودې وركولو، د ملګرتيا شريكې اړيكو په لا قوي كولو د خیالاتو څرګندونه

image

نیویارك 24 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د ایتھوپیا اولس مشر صالح ورك زیوډے ليدلي دي۔ ملاقات كښې دوه اړخيزه معاشی اړيكو ته ودې وركولو، د ملګرتيا شريكې اړيكو په لا قوي كولو د خیالاتو څرګندونه شوي۔ دا ملاقات د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 74مې غونډې پھ موقع شوي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاری شوي بیان له مخې وزیراعظم عمران خان اپریل 2019ء كښې په بیجنګ كښې بیلټ اینډ روډ فورم په موقع د ایتھوپیا وزیراعظم ابی احمد سره د خپل ملاقات حواله وركړه كومه چې د دواړه هېوادونو ترمينځه د اعلیٰ كچ رابطه وه۔ ده د پاكستان د افریقې سره اړيكو پالیسی هم رامخې ته كړه او په بيلو څانګو كښې د مرستې عزم ئې وكړو۔ وزیراعظم مقبوضه جمو او كشمیر په صورتحال د پاكستان د تشویش څخه هم هغه خبر كړو۔ وزیراعظم ووئيل نړيواله ورورولي دې د محاصرے او نورو بنديزونو ختمولو له په په هند فشار واچوي۔ ده ووئيل د 5 اګست د هند يو اړخيزه او غیر قانونی اقدام سره خراب انسانی صورتحال پیدا كيدو په وجه سيمه ايز امن او سلامتیا ته خطر پېښ شوې۔ وزیراعظم ووئيل د بشري حقونو او انسانی صورتحال نه علاوه د كشمير شخړې حل، د كشمیریانو آزادۍ او د هغوي د حقونو احترام باوري كولو ته اړتيا ده۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں