ملاكنډ پوهنتون كښې د كوارټر چھت پرېوتو پېښه ٬ 3 كسان مړه ٬ 3 ژوبل

image

لوئر دیر۔ 26 ستمبر (اے پی پی) ملاکنډ پوهنتون كښې د رهائشي كوارټر چھت ناڅاپي پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 3 كسان مړه او 3 نور ژوبل شوي دي۔ د نجی ټي وي لمخې تېره شپه ملاكنډ پوهنتون كښې د يو زوړ رهائشي كوارټر چھت ناڅاپي پرېوتو چې په نتيجه كښې ئې د ملبې لاندې راتلو سره درې كسان مړه او درې نور ژوبل شول۔ د مرستې ډلو د حق رسېدليو مړي او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولي دي۔ د پوليس لمخې د كوارټر چھت ډېر وروست شوې وو او دوه ورځې وړاندې راغلې زلزلې سره دا لا ځپلې شوې وو

مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں