وزيراعظم عمران خان په جده كښې د مختصر قيام نه پس پاكستان ته راروان شو

image

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په جده كښې د مختصر قيام نه پس پاكستان ته راروان شو۔ د وزيراعظم د مېډيا دفتر له مخې وزيراعظم د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې ګډون كولو لپاره د خپل پلاوي مشري وكړه او په نيويارك كښې ئې يوه اونۍ قيام وكړو۔ هغه د خپلې دورې په مهال د بېلا بېلو حكومتونو او سياسي مشرانو سره ملاقاتونه وكړل چې پكښې د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ٬ د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان٬ د برتانيې وزيراعظم بورس جانس٬ د نيوزي لېنډ وزيراعظمه جېسېنډرا آرډن٬ د اېران اولس مشر حسن روحاني٬ د مالېزيا وزيراعظم مهاتير محمد او د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر پشمول نور مشران شامل وو۔ وزيراعظم د ستمبر په 27مه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته تاريخي وېنا وكړه۔ د كشمير٬ اسلام فوبيا٬ ګلوبل وارمنګ او د مني لارنډرنګ پشان په مسئلو ئې تفصيلي رڼا واچوله۔ په نړيواله كچه د وزيراعظم د وېنا ډاډګېرنه وشوه۔ وزيراعظم د خپلې دورې په مهال د بېلا بېلو تهنك ټېنكس ته وېنا هم وكړه٬ ده دوه مذاكرو ته وېنا هم كړې او نړيوالې مېډيا سره ئې مركې هم كړې دي۔

مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں