د جوائنټ چيف آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل زبير محمود حيات د اسلام آباد ايئر هېډكوارټر د مخه ښې دوره وكړه

image
APP31-14 ISLAMABAD: November 14 - Air Chief Marshal Mujahid Anwar Khan, Chief of the Air Staff, Pakistan Air Force receiving General Zubair Mahmood Hayat, Chairman Joint Chiefs of Staff Committee during his visit to Air Headquarters. APP

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) جوائنټ چيف آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل زبير محمود حيات د اسلام آباد ايئر هېډكوارټر د مخه ښې اغستو دوره كړې ده ٬ د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ مشر د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان سره د هغه په دفتر كښې د مخه ښې ملاقات كړے ۔د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن د درېو واړو ځواكونو ترمينځه په شريك او مربوطه همكارۍ رامخې ته كولو د پاك فضائيه مشر مننه وكړه۔د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن د پاك فضائيه جنګي تيارو او جديدې ټېكنالوجۍ ترلاسه كولو لپاره په روانو پروګرامونو د اطمينان څرګندونه وكړه۔د دې څخه وړاندې د هغه ايئر هېډكوارټرز ته په رسېدو ايئر چيف د خاص مېلمه هركلے وكړو۔د پاك فضائيه چټك ډلې هغه ته سلامي وكړه۔خاص مېلمه د پاك فضائيه شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو لپاره د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں