خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د هارټ آف اېشيا كنفرنس په موقع د امريكې لنډ مهاله مرستيالې خارجه وزيرې ايلس ويلز وليدل

image

استنبول 09 دسمبر (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره په استنبول كښې روان هارټ آف اېشيا كنفرنس په موقع د امريكې لنډ مهاله مرستيالې خارجه وزيرې ايلس ويلز ليدلې دي۔د ملاقات په مهال د پاكستان او افغانستان ترمينځه دوه اړخيزه تجارت چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشو۔په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل اے پي اے پي پي اېس له مخې پاك – افغان تجارت او سرمايه كارۍ وركنګ ډله كار كوي كومه به چې د دوه اړخيزه تجارت وده كښې مهم كردار ترسره كړي۔ده ووئيل پاكستان په جنوري 2020 كښې په كابل كښې د متوقع اے پي اے پي پي اېس د غونډې په طمعه دے۔ده ووئيل پاكستان د افغانستان رغونې او پرمختګ لپاره امريكې سره مرستې كولو ته چمتو دے۔شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ پوره هيله لرو چې د امريكې او طالبانو ترمينځه خبرو اترو سره به د افغانانو ترمينځه د خبرو لار هواره شي او په نتيجه كښې به يې پھ افغانستان د امن شمع بله شي۔۔

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج