خاص عدالت پخوانې اولس مشر پروېز مشرف ته سنګين غدارۍ كېس كښې د سولۍ كولو سزا واوروله

image

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) خاص عدالت پخوانې اولس مشر پروېز مشرف ته په سنګين غدارۍ كېس كښې د سولۍ كولو سزا اورولې ده۔ د نهې په ورځ د جسټس وقار احمد سېټه په مشرۍ كښې درې كسيزه خاص عدالت د كېس سماعت وكړو۔ په دې موقع د پروېز مشرف وكيل رضا بشير عدالت ته خواست وكړو چې ما ته د دلائلو وركولو اجازه دې راكړې شي په دې عدالت ووئيل چې په دې د وړاندې نه د 15 ورځو مهلت وركړې شوې دې٬ نور وخت نه شي وركولې كېدې٬ كه دلائل وركول غواړۍ نو وركړئ۔ د سماعت په مهال د استغاثه لخوا د پخوانې وزيراعظم شوکت عزيز، پخواني چيف جسټس عبدالحميد ډوګر او د قانون پخواني وزير قانون زاهد حامد په كېس كښې د فريق جوړولو لپاره خواست عدالت ته وړاندې كړې شو چې پرې عدالت ووئيل چې استغاثه ته په عدالت كښې د خواست كولو خو طريقه كار هم نه ده معلومه۔ د دې نه پس عدالت د لنډې دمې نه پس پرېكړه اورولو سره پخوانې اولس مشر او د پوځ پخوانې سرلښكر پروېز مشرف ته د مرګ سزا واوروله

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں