د هېواد معيشت مستحكم شوې٬ كال 2020 به د پرمختګ او سوكالۍ وي٬ تبديلي آسانه نه ده

image
APP53-26 PIND DADAN KHAN: December 26 - Prime Minister Imran Khan addressing a public gathering. APP

پنډدادنخان 26 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په كال 2019 كښې د هېواد معيشت مستحكم شوې٬ كال 2020 به د پرمختګ او سوكالۍ كال وي٬ تبديلي آسانه نه ده٬ د بدلون او اصلاح په لاره كښې لوي خنډان ھغه مافياز دي د چا مفاد چې د پخواني او كرپټ نظام سره تړلې او هم هغوي زيات شور كوي٬ مونږ چا سره ذاتي دښمني نه لرو٬ مونږ د هېواد پرمختګ ليدل غواړو٬ مونږ له به په ګده كرپټ مافياز له ماتې وركول وي٬ د مودي په مقبوضه کشمير او هند كښې په مسلمانانو د ظلم په ضد د هند خپل خلق راپاسېدلې ٬ نړيوال پام بل پلو ګرځولو لپاره د هند لخوا د ممكنه وارداتو نه مو وړاندې نړۍ خبر كړې ٬ د پاکستان وسله وال ځواكونه د هر ډول صورتحال مقابلې لپاره چمتو ولاړ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د جلال پور ارېګېشن کېنال د بنياد تيګه اېښودو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د پنجاب اعلٰې وزير سردار عثمان بزدار او د سائنس او ټېكنالوجۍ وزير چوهدري فواد حسېن هم وېنا وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د دې ځائ نه تر ميانوالي ټوله سيمه زه خپله ګڼم ٬ زه د دې ځائ د خلقو د ستونزو او تكليفونو نه خبر يم٬ سيمې ته د څښلو د اوبو مسئله ورمخې ته ده٬ كېنال جوړېدو سره به د پنډدادنخان، جهلم او خوشاب بخت رابېدار شي٬ په دې مهمې منصوبې د سيمې اولس ته مباركي وركوم او عثمان بزدار ته په دې منصوبه پېل كولو پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ده ووئيل دا منصوبه 120 كاله وړاندې پېل كېدل پكار وه٬ اوس دا منصوبه پېل كوٶ چې ورسره به نه يوازې د سيمې د څښلو د اوبو مسئله حل شي بلكې 1.75 لكه اېكړه زمكه به هم د اوبه خور شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل زه په لائن آف كنټرول د شهيدو شوو ځوانانو كورنيو لپاره لاس په دعا يم٬ مقبوضه کشمير كښې د غير قانوني تسلط او غاضبانه کارروائيو سره سره د هند دننه د مسلمانانو په ضد په پورته كړو اقداماتو د غبرګون نه د نړۍ پام اخوا كولو لپاره د مودي سركار لخوا د هر ډول وارداتو امكان شنه او د دې نه ما نړۍ د وړاندې نه خبر كړې وه ۔ده ووئېل د پاکستان وسله وال ځواكونه د هر ډول صورتحال مقابلې لپاره چمتو ولاړ دي۔ ده ووئيل مودي په ګجرات كښې چې څنګه په مسلمانانو ظلم كړې ٶ نن هم هغسې ظلم په كشمير كښې روان دے ٬ چرته چې نزدې 5 مياشتو راهسې 80 لكه كشميريان بنديوان دي٬ په ځوانانو تشديد كېږي٬ د زرګونو په شمېر كسان بنديان كړې شوي او مشران ئې هم په زندان كښې اچولې شوي ۔ده ووئېل اوس په هند كښې د مسلمانان په ضد قانون سازي روانه ده چې په سوب ئې د هند ټول خلق د مودي حكومت په ضد راپاسېدلې ٬ هغوي ته معلومه ده چې په هند كښې د مسلمانانو په ضد څه كېږي ھغه هټلر په المان كښې د يهوديانو په ضد كړې وٶ ٬ په كال 1982 كښې په ميانمر كښې هم دا ډول قانون سازي شوې وه چې په نتيجه كښې ئې په مسلمانانو ظلم شوې۔ وزيراعظم ووئيل د مودي له كبره فرعون جوړ شوې٬ د هغه د ظلم په ضد د هند خلق راپاسېدلې او هم هغوي به د هغه د ظلمونه ختموي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل مونږ ته په سختو حالاتو كښې اقتدار ترلاسه شوې٬ په تېرو لسو كالو كښې دوو حكومتونو د هېواد معيشت ته زيان رسولې ٶ او د هېواد قرض څلور چنده زيات شوې ؤ ۔ده ووئېل مونږ چې په وړومبي كال كښې څومره ټېكس جمع كړې٬ د ھغې نيم مو د تېرو حكومتونو په قرض د سود په مد كښې وركړې ٬ برآمدات كم او درآمدات زيات وٶ او ډالر بهر لېږلې كېدلو چې په سوب ئې د پاكستان د روپۍ قدر كم شوې او په ماليت كښې ئې 30 فيصده كمې راغلې چې ورسره ګراني راغلې۔ ده ووئېل د وزيراعظم جورېدو نه پس په وړومبۍ ورځ مې قام ته وئيلي وٶ چې تاسو به ېرېږې نه ٬ سخت وخت څخه به تېرېږو ځكه چې بدلون آسان نه وي٬ دې لپاره ستونزو او اصلاحاتو سره مخ كېدل وٶ۔ ده ووئيل د بدلون او اصلاح په لاره كښې لوي خنډان ھغه مافياز دي د چا مفاد چې د پخواني او كرپټ نظام سره تړلې او هم هغوي زيات شور ك

مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں