اسلام آباد۔21اکتوبر(اے پی پی) د قامي ??سمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د 26 م آئيني بدلون په منظورۍ قام له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د پاکستان ټاكلې نمائندګانو د پاكستان په آئين كښې د 26 م بدلون بل منظور كړو چې له كبله يۍ دا ننۍ ورځ د هېواد په تاريخ كښې زيات اهميت لري۔ د قامي ??سمبلۍ سپيكر د ګل په ورځ د مباركۍ په خپل پېغام كښې ووئيل نن د هېواد ټاكلې نمائندګانو په ګډه د آئين سرلوړي او د قانون حكمراني باوري كولو له يو مهم سنګ ميل ??رسره كړے دے۔ د حکومت او مخالفې ډلې ټول مشران د ستائنې وړ دي ، د كومو د پرله پسې ستړو او خوارۍ په نتيجه كښې چې د 26 م آئ??نی بدلونو بل منظوري ممكن شوه۔ دواړو ايوانونو څخه د 26 م آئيني بدلون بل په درې كښې دوه برخه اكثريت سره منظورېدل د پارليمنټ لويه كامياب?? ده۔ ټولو سياسي ګوندونو د 26م آئ??نی بدلون په منظورۍ كښې بنيادي كردار ترسره كړو۔ سپیکر د بلاول بهټو زرداري ، نائب وزیرِاعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ، د قانون وزير اعظم نذیر تارړ، د داخله وزير محسن نقوي ٬ د رانا ثناﺀ او د اطلاعاتو وفاقي وزير هڅې وستائلې۔