د كشمير د خاص پارليماني كمېټۍ ان كيمره غونډه(نن)كېږي٬خارجه وزارت٬د كشمير چارو وزارت په مهمو چارو به كمېټۍ ته بريفنګ وركوي

image

اسلام آباد 23 اکتوبر(اے پی پی)د كشمير خاص پارليماني كمېټۍ ان كيمره غونډه به(نن)د زيارت په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې كېږي۔د شنګهائي مرستې تنظيم اوسنې غونډه كښې د كشمير په مسئله په شوي پېشرفت به خارجه وزارت او د اكتوبر 27مه نېټه تورې ورځې په اړه د كشمير چارو وزارت د كشمير خاص پارليماني كمېټۍ ان كيمره غونډې ته بريفنګ وركوي۔د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د كشمير په اړه د خاص پارليماني كمېټۍ د غونډې مشري چيئرمېن رانا محمد قاسم نون كوي۔د غونډې په ايجنډا كښې د پارليماني كمېټۍ درېمه غونډې منټس توثيق نه علاوه د كشمير مسئلې په اړه د شنګهائي مرستې تنظيم اوسني غونډه كښې د كېدونكو سفارشي هڅو تفصيلي جائزه شامله ده۔په دې موقع به د خارجه وزارت لخوا په كشمير كښې د اوسنو ټاكنو نه پس صورتحال او انتخابي نتيجو تجزيه وړاندې كولې شي ۔دې سره سره د كشمير چارو وزارت به غونډې ته په كشمير كښې د پائيدار پرمختګ اهداف(اېس ډي جيز)په اړه پېشرفت٬چېلنجز او په راتلونكي لائحه عمل هم بريفنګ وركوي۔د اكتوبر 27مه په نېټه توره ورځ لمانځلو په موقع كېدونكو هلو ځلو او د هغې په اهداف هم د خيالاتو څرګندونه كولې شي دغسې چې د كشمير مسئله په نړيواله كچه نوره هم رامخې ته كړی شي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں