د قائداعظم محمد علي جناح وژن څخه په لارښودنه ترلاسه كولو پاكستان عمر له د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو ملاتړ كړے ۔ صدر مملکت آصف علي زرداري

image

اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي د پاکستان باني قائداعظم محمد علي جناح وژن څخه په لارښودنه ترلاسه كولو پاكستان تل د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو ملاتړ كړے دے٬ مونږ د ملګرو ملتونو په امن مشنز كښې پوخي او د پوليس ډلو د شموليت د لارې نريوال امن او سلامتيا لپاره نه هېرېدونكے كردار لوبولے دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري د ملګرو ملتونو 79مې نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ووئيل نن پاكستان نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د ملګرو ملتونو 79مه ورځ لمانځې٬ د ملګرو ملتونو د چارټر نړيوال قانون پالنه او شريك سوله ايز سباون په ځاے ساتلو لپاره زمونږ د اجتماعي عزم عكاسي كوي٬ دا د نړۍ د قامونو ترمېنځه دوستۍ ته د ودې وركولو هم خبره كوي٬ كوم چې په يو برابر حقونو او قامونو د خپلواكۍ په اصولو اډانه دے۔ ده ووئيل د 79 كلونو په مهال د ملګرو ملتونو د غوره كاميابو باوجود، د ملګرو ملتونو د نړيوال امن چارټر٬ پرمختګ او د بشري حقونو وژن اصول نن په جار د خلاف ورزۍ په سبب خطر سره مخ دي٬ دا خلاف ورزۍ په زيات سنګين ډول په مقبوضه فلسطين سيمو او د هند په تسلط لاندې جمو و كشمير كښې ليدلې كېدې شي۔ ده ووئيل ملګري ملتونه نن نړۍ ته د ورمخې ته چيلنجونو د مخنيوي او ټولو لپاره د يو سپېځپلې سباٶن كښې ضروري شراكتدار دي ٬ مونږ له به د ملګرو ملتونو د چارټر اقدار بحالول وي، كومو لپاره چې امن ته ترجيح وركول٬ د شخړو حل او د نړۍ د اربونو اولس اميدونه او خواهشات پورا كول ضروري دي۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو چارټر او د دې له مخې چلېدونكي ګڼ اړخيزه نظام لپاره د خپل د بشپړ ملاتړ پخلے كوٶ٬ پاکستان د ملګرو ملتونو ټولو غړو هېوادونو سره په ګډه يوې سوله ايزې او سوكالۍ نړۍ لپاره مرستې كولو له چمتو دے۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں