روغتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا د ايران روغتيا وزير سعيد نمكي سره ملاقات

image

اسلام آباد ۔ 15 اکتوبر (اے پی پی) روغتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا د ايران د روغتيا وزير سعيد نمكي سره ملاقات وكړو۔ دا ملاقات د روغتيا نړيوالې ادارې تهران كښې شوي د روغتيا وزيرانو كنفرنس كښې وشو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې ډاكټر ظفر مرزا ووئيل دواړه هېوادونه پخوانې شريك تهذيب ٬ كلتور او مذهب لري۔ د دواړو هېوادونو وګړو خېر ښېګړې له اړيكې لا مضبوطولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د رياست مدينه په ډول د يو فلاحي رياست جوړولو ذكر كړې دې كوم كښې به چې وګړو لپاره د روغتيا غوره آسانۍ وي۔ ده ووئيل موجوده حكومت اقتدار كښې راتلو نه وروستو د روغتيا په څانګه كښې اولنې د تفاهم يادښت ايران سره لاس ليك كړې۔ د ایران د روغتيا وزير ډاكټر ظفر مرزا ته هركلې ووې او پاكستان كښې د روغتيا په څانګه كښې مرستې له ئې د خپل لوظ پخلې وكړو۔ ده ووئيل پاكستان سره به د روغتيا په څانګه كښې هره ممكنه مرسته كولې شي۔ دواړه دې خبرې ته هم صلا شول چې د پاكستان 14 كسيزه پلاوې به نومبر كښې دوه اونيو له د ايران دوره كوي دغسې چې پلاوې د روغتيا څانګې څخه استفاده كولو له د مېشته موقعو جاج واخلي او ايران هم د روغتيا پوهانو پاكستان ته په رالېږلو د رضامندۍ څرګندونه كړې ده۔ دواړو اړخونو د فارما سیوټیکل او میډیکل په څانګه كښې د مرستې په زياتولو د رضامندۍ څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں