د ټاكنو كميسون د فارن فنډنګ كېس په اړه خپور شوے خبر رد كړو

image

اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي﴾ د پاكستان د ټاكنو كميسون د مېډيا په يوه برخه كښې خپور شوے د فارن فنډنګ كېس خبر رد كړے. د خالي په ورځ د ټاكنو د كميسون لخوا جاري شوي بيان له مخې چيف الېكشن كمشنر د فارن فنډنګ كېس اورېدنه په 15 ورځو كښې د مكمل كولو كوم هدايت نه دے كړے. وياند ووئيل چې دا خبر په مكمل توګه بې بنسټه او د حقيقت په ضد دے. ده ووئيل چې بايد مېډيا د داسې غلطو اطلاعاتو خپرولو نه ډډه وكړي. وياند ووئيل چې د فارن فنډنګ كېس اورېدنه به په ورځني بنياد كېږي.

مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں