د اولس مشر ډاكټر عارف علاوي د سوډان وظيفه ترسره كوؤنكي سفير تاغيلدين الهادي الطاهر سره ملاقات كښې خبرې

image
APP20-25 ISLAMABAD: November 25 - President Dr. Arif Alvi talking to outgoing Ambassador of Sudan, H.E Tageldin Elhadi Eltahir, who paid farewell call on him at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 25 نومبر (اے پی پی) اول مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د هندي فسطائي حكومت مقبوضه كشمير كښې يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات اود بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ د بي جے پي اقليتونو سره په دښمنۍ د اډانه رويې تسلسل دې د كومې څرګندونه چې مقبوضه كښې د 113 ورځو څخه د روانې محاصرې څخه كېږي۔ ايوان صدر څخه د جاري شوي پرېس ريليز له مخې ددې خيالاتو څرګندونه ده د سوډان وظيفه ترسره كوؤنكي سفير تاغيلدين الهادي الطاهر سره ملاقات كښې خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات وكړه۔ اولس مشر په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د ټولو وګړو د بنيادي بشري حقونو سرلوړۍ ذمه وارۍ ترسره كولو له هند قائل كړي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان سوډان سره خپلې ملګرتيا ته د قدر او عزت په سترګه ګوري۔ ده ووئيل پاكستان په ټولو او په خاص توګه د تجارت ٬ دفاع او اقتصادي چارو په څانګو كښې مرستې ته وده وركول غواړي۔ ده د دوه اړخيزه تجارت حجم زياتولو له د فعاله ګامونو پورته كولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل پاكستان بېنکنګ، میډیکل، ټېکسټائل او د كركيلې څانګې په شمول سوډان كښې د انفراسټركچر پرمختګ له د هنرمند افرادي قوت پېشكش كولې شي۔ اولس مشر د سوډان وظيفه ترسره كوؤنكي سفير د خپلې وظيفې ترسره كولو په مهال ددواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو مخ په وړاندې بوتللو كښې وړاندې كړي خذمتونه وستائل او سباؤن كښې دده ذمه وارو حوالې سره ئې ده لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں