د ډاکټر عارف علوي څلورم كراچي انټرنېشنل واټر كنفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې پاکستان كښې د اوبو او غذائي تحفظ بحران مخنيوي لپاره بېن الصوبائي روابطو ته اړتيا ده٬ پاکستان كښې د توان ٬ اوبو او خوراك حاجت ترسره كولو لپاره په واټر پاليسي عملدرآمد په لړ كښې د صوبو ترمنېځه د رائيو اتفاق ضروري دې۔ اولس مشر دا خبرې د حصار فاٶنډېشن تر سېوري لاندې كراچۍ كښې څلورم انټرنېشنل واټر كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د دې كنفرنس سرخط ” اوبه٬ توان او خوراك تعلق او په 21مه صدۍ كښې د پاكستان اېجنډا ” دے۔ اولس مشر د كنفرنس د موضوح د انتخاب ستائنه وكړه۔ د نړيوال حدت د پېچلتيا په آثراتو د خپل تشويش څرګندونه كولو سره اولس مشر ووئيل اوبو او غذائي تحفظ لپاره د شراكت دارۍ نېټ ورك د وخت ضرورت دے٬ په دې لړ كښې د نجي څانګې ٬ حكومت ٬ سول سوسائټي، ميډيا او د پاکستان اولس له به خپل كردار لوبول وي۔ ده ووئيل چې په كوم دور كښې مونږ اوسېږو دلته زمونږ كوچنيان د زمونږ د ماحولياتو په اړه په احتياطي اقداماتو كښې د ناكامۍ او غلطيو د احتساب حق لري٬ ھغوي زمونږ نه دا توقع لري چې مونږ به د قدرتي وسائلو تحفظ او په ورثه كښې اوبه او د خوراك نه مزين كړې شوې ټولنه جوړولو سره ځو۔ اولس مشر حصار فاٶنډېشن ته په كنفرنس كولو مباركي وركولو سره بهر هېواد څخه د راغلې پلاويو او پوهانو مننه وكړه چا چې د اوبو او غذائي تحفظ پحقله مهم معلومات شيئر كړل۔ ده انتظاميې ته امر وكړو چې ھغوي د څلورو واړو صوبو د كركيلي او د اوبو وزيرانو سره سره وفاقي وزيرانو هم په راتلونكي كنفرنس كښې راوبلي دغسې چې ھغوي حكومتي اېجنډې وړاندې كړې شي٬ دا وزارتونه كوټلې لائحه جوړولو كښې ځانګړې كردار لوبولې شي۔ د يادونې وړ ده چې دا كنفرنس دوه كاله پس كراچۍ كښې كېږي او د تېرو 6 كالو راهسې دې كنفرنس په منطقه كښې د اوبو مسئلو پحقله د ښه كاركردګۍ څرګندونه كړې ده۔ په درېم انټرنېشنل واټر كنفرنس كښې پاكستان ٬ سوئيلي آسياء٬ اروپا او سوئيلي امريكې څخه د 1200 نه زياتو پلاويو ګډون كړې

مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں